د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

راتلونکي پنجشنې به د ننګرهار امنیتي مسوليت هم افغاني شي


د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به په ننګرهار کې د امنیتي مسوولیتونو د لیږد بهیر پیل شي، ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال د دوشنبې په ورځ وویل، د امنیتي مسوولیتونو په دویم پړاو کې ننګرهار شامل شوی او ټاکل شوې په دغه پړاو کې د ننګرهار څلور ولسوالۍ ښیوه،بهسود، کامه ، سرخرود او د جلال اباد ښار امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

سرپرست والي له خلکو وغوښتل، چې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي، چې د بهرنیانو له مرستې پرته امنیت تامین کړای شي.

په ننګرهار کې د مدني ټولنو د یووالي د شورا ویاند ډاکټرخوشال تسل وایي، د امنیتي مسوولیتونو انتقال ښه خبر دی، خو نړېوالې ټولنې په تیرو لسو کالو کې د افغانانو د ظرفیتونو په لوړولو کې وړ مرسته ونه کړه، ځکه نو دا بهیر ښايي کامیاب نه وي.

دی وايي ظرفیتونه یوازې په امنیتي سکتور کې نه بلکې په هره برخه ډير ټيټ دي، د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي ذبیح الله زمري وویل، کومې ولسوالۍ چې د امنیتي مسوولیتونو په انتقال کې شاملې دي، دا هغه سیمې دي چې امینت یې لا له پخوا نه سم و او کومې ستونزې په کې نه وې.

ده زیاته کړه، چې د نامنه ولسوالیو لکه خوګیاڼي، چپرهار، پچیرواګام، شیرزاد او دغه ډول د نورو سیمو امنیت باید افغانانو ته سپارل شوی وای.

د ننګرهار ځينې استوګن په دغه ولایت کې له مخکینیو جهادي قوماندانو نه په ویره کې دي، دوی وايي همدغسې خلک اوس په حکومت کې هم په لوړو څوکیو کار کوي او وسله وال یې بیا ناقانونه کارونه هم کوي، د دوې اندیښنه دا ده چې هسې نه د باران تر پاڅيدو وروسته ناوې ته وربرابر نه شي، ځکه چې څوک چې د قانون د تطبیق صلاحیت لري، هماغوي یې بیا بیرته د خپلو وسله والو په لاس ماتوي هم.

محمد داود وفا،جلال اباد
XS
SM
MD
LG