د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۲

"راتلونکې اوونۍ درې سټراتیژیک تړونونه لاسلیکوو"

له هند وروسته برتانیا، فرانسه او ایټالیا هغه هېوادونه دي، چې افغان حکومت ورسره د اوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو سندونه لاسلیکول غواړي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دا سندونه به اروپا ته د افغان ولسمشر د راتلونکي اوونۍ د سفر پر مهال لاسلیک شي.

د دغه وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دا درې واړه ټرونونه جلا جلا حقوقي ارزښتونه لري.

“دغه درې سندونه عبارت دي د همکارۍ له موافقت لیک او دوه اړخیزو اوږد مهالو همکاریو څخه د افغان حکومت او ایټالیا تر منځ چې په روم کې به لاسلیک شي.

د ملګریتوب او همکارۍ تړون د افغانستان او فرانسې تر منځ چې په پاریس کې به لاسلیک شي او همدارنګه د اوږدمهالو سټراتیژیکو همکاریو تړون چې په لندن کې به د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ لاسلیک شي.”

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بریتانیا ایټالیا او فرانسې سره په سټراتیژیکو تړونونو کې سیاسي، اقتصادي امنیتي، کلتوري او ټولنیزي همکارۍ شاملي دي.

افغان حکومت وروسته تر هغه له دغو درو اروپايي هېوادونو سره د اوږد مهالو سټراتیژیکو همکاریو د تړونونه د لاسلیک خبر ورکوي، چې د شنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزي د ملي شورا د دوهم کال د تقنیني دورې د پیل په غونډه کي وویل، چې افغانستان په دې شرط له بېلابېلو هېوادونو سره سټراتیژیک تړونونه لاسلیکوي، چې د سیمي د امنیت او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ډاډ ورکړل شي.

خو د سیاسي چارو څېړونکي وايي، د ولسمشر کرزي دا شرط هغه وخت عملي کېدلای شي، چې د مقابلو هېوادونو غوښتنې هم په نظر کې ونیول شي.

هغه هېوادونه چې له افغانستان سره سټراتیژیک تړونونه لاسلیکوي، څه غواړي؟

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځی استاد ودیر صافي ازادۍ راډیو ته وویل:

“د سټراتیژیکو تړونونو د لاسلیکولو په وخت کې دا وغواړي، چې دلته دي ترهګري ورکه شي او امنیت دي تامین شي، مګر هغوي هم چې هم دا لاسلیک کړي دا به غواړي، چې افغان حکومت باید اصلاحات او تغیرات راولي، نو د دې ضمانت به وشي، غیر له هغه نه ستونزمنه ده، چې دا ضمانت هغوي ورکولای او عملي کولای شي، یعني عملي بڼه به ونه لري.”

افغانستان له درو اروپایي هیوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو د سندونو د لاسلیکولو لپاره دا تیاری په داسي حال کي نیسي، چي له تیر کابو یوه کال راهیسي یې له امریکا سره د ورته اړیکو د رامنځ ته کولو لپاره خبري رواني دي.

ټاکل شوې وه، چې په روانه میلادي میاشت کي دا خبري بیا په کابل کي پیل سي، خو تر اوسه پوري یې نیټه نه ده اعلان شوې.

د افغان حکومت له خوا د بیلا بیلو هیوادونو سره د سټراتیژیکو همکاریو د تړون په اړه پرېکړو د افغانستان د ګاونډیو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان اندېښنې راپارولي.

خو افغان حکومت په وار وار ټینګار کړی، چي سټراتیژیک تړونونه به یې د ګاونډیو په زیان نه وي.
معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG