د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۳

"تر اوسه د طبیعي پیښو له قربانیانو سره مرسته نه ده شوې"

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو د خپل دویم تقنیني کال د پیل په دویمه ورځ دا خبردارې ورکړ، که د وروستیو ورښتونو له زیانمنو شوېو سره مرسته ونشي نو یو انساني ناورین به رامنځ ته شي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی شاه عبدالاحد د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د وروستیو ورښتونو له امله په دغه ولایت کې د ۱۲ ولسوالیو لارې تړل شوي دي.

د ده په وینا تر اوسه له طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې له خوا له دغو زیانمنو شوېو سره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې:

(موږ د ولایت د بیړنو مرستو له کمېټې سره هم دوه ځله وکتل، خو له بده مرغه چې تیاری یې نه درلوده، خپل منځ کې یې همغږي نه درلوده، تاسو پوهیږې چې د واروې د وروستیو ورښتونو له امله د بدخشان وضیعیت ډیر د اندیښنې وړ دی، د دولس ولسوالیو لارې بیخي بندې دي، ان د بیړنیو مرستو په مرکز کې مې د مسوولینو له خولې واوریدل چې د راګ په ولسوالیو کې ګدام لرو خو ما چې کله معلومات تر لاسه کړل د راګ په ولسوالی کې ان یو ګرام خوراکي توکي هم نه لري.

که چیرې حکومتي مسوولین په دې برخه کې پاملرنه ونه کړي، خلکو سره مرسته ونه کړي او مواصلاتي لارې ورته خلاصې نه کړي نو موږ ډیر په اندیښنه کې یو چې بدخشان به له یوې لویې ناورینې پیښې سره مخامخ کړي).

د ښاغلي افضلي په وینا په دغه ولایت کې د وروستیو برف کوچونو او سړې هوا له امله لسګونه کسان مړه شوي.

د هغه په وینا د بدخشان ولایت دوه تنو اوسیدونکو د یکشنبې په شپه خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نه يواځې بدخشان بلکې په دې وروستیو څو ورځو کې یو شمېر نور ولایتونه لکه دایکندي، بغلان او نورستان کې هم ډیرې واورې وریدلې.

په ولسي جرګه کې د دایکندي د خلکو استازی محمد نور اکبري ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دغه ولایت کې هم د وروستیو ورښتونو له امله خلک له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شوي او د شپږو ولسوالیو لارې یې تړل شوې دي:

(دایکندي داسې یو ځای دی چې که تاسو هلته ولاړ شي نو د غرونو له لارې شل یا دوه ویشت ساعته لار دی، په ژمې کې ډیر کله لارې بندې وي، دغه اوس چې زه خبرې کوم له څو ورځو راهیسې لارې بندې دي، د دایکندي خلک غواړي چې مرسته ورسره وشي چې له بده مرغه په یو شمیر ولسوالیو کې یو شمېر ولسوالان هغه د ګوندونو له مخې ویشي، هغه ګوند چې په دوي پورې تړلی وي هغوی ته یې ورکوي، او مستحق کسان پاتې کیږي).

ومو غوښتل د دغو لارو د پرانیستلو او زیانمنو شوېو خلکو ته د مرستې رسونې په هکله له طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې د چارواکو نظر هم واخلو خو له ډيرو هڅو سره سره بیا ونه توانیدو.

خو مخکې تر دې د دغې ادارې چارواکو ویلي وو چې دوی د هیواد په ۲۶۰ زیان منونکي سیمو کې د موټرو او خلکو لپاره تیارۍ نیولي دي.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې چارواکو همدا راز ویلي وو چې د کلیو او پراختیا وزارت او د فواید عامې وزارت هم پدې هکله کار کوي څو لویې لارې خلاصې کړي.

خو د رپوټونو له مخې له طبیعي پيښو سره د مبارزې په ادارې داسې انتقادونه کیږي چې ګواکې د دوی د نه پاملرنې له امله هر کال د ژمي په را رسیدو سره د هیواد په ګڼ شمیر ولایتونو کې ډیر شمیر خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG