په دې وروستیو کې ډیر شمېر افغانان هڅه کوي، چې له افغانستانه ووځي او په اروپایي هېوادونو کې پناه واخلي.
اروپا ته رسېدل اسانه کار نه دی، دوي مجبور دي چې قاچاقبرو ته ډیرې پیسی ورکړي او په جعلي اسنادو ځان تر لندن یا ستاکولهم پورې ورسوي.
لاره له خطرونو او سختیو ډکه ده، خو دوي خطرونه په سر اخلي او له هېواده وځي.
نړېوال ځواکونه وايي، چې دوې به په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې له افغانستانه ووځي، خو تر دوې لا دمخه ډیرو عادي افغانانو له افغانستانه د وتلو تکل کړی.
د اسوشیتد پریس خبري اژانس په حواله د تیر میلادي کال د جنوري او نوامبر د میاشتو په ترڅ کې له دیرش زرو څخه ډیرو افغانانو د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې د تیر کال په ترڅ کې په سلو کې پینځه ویشت د مهاجرت په پیښو کې زیاتوالی راغلی وو او د تیرو څلورو کلونو په نسبت له درې برابرو څخه زیاته اندازه څرګندوي.
د اسوشیت پریس خبري اژانس د راپور له مخې ډیر افغانان د انسانانو د قاچاق پیچلو د ستګاوو ته مخه کوي او په دې هڅه کې دي چې خپله او یا یي اولادونه له افغانستانه ووځي او نورو هېوادنو ته ولاړ شي.
د دې راپور له مخې دا خلک اروپا ته تر رسیدو پورې دې ته اړ کیږي چې څو ځایه پیسي ورکړي.
تر ایران او یا پاکستان پورې د دوي د تګ لګښت څو سوو ډالرو ته رسي او بیا د جعلي اسنادو پر جوړلو او د الوتکۍ پر تکټ د پیسو لګښت چې دوې تر لندن یا ستاکهولم ته ورسوي، سړی سر له پینځه ویشت زره ډالرو څخه اوړي.
بله خوا زرګونه نورافغان مهاجرهر کال له بهره بیرته خپل هېواد ته ستنیږي، خو د بیرته ستنیدونکو کسانو شمېر د هغه کسانو په پرتله چې له هېواده ووځـي کم دي.
اسوشیت پریس لیکي، دې دواړو حالتونو د افغانانو ترمنځ دا اندیښه پیدا کړې، چې تر دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته چې بهرني عسکر له افغانستان څخه وځي او افغان ځواکونه امنیتي چارې په غاړه اخلي نو د افغانستان راتلونکې به څه شي؟
د ملګرو ملتونو د مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې د اټکل له مخې هر کال له افغانستان او پاکستان څخه د انسانانو د قاچاق پرفعالیتونو څه باندي تر یو میلیارد ډالرو پوری لګیږي .
هغه کسان چې له افغانستانه وځي، په سمندر کې له ډوبیدو نیولی په بهرنیو هېوادنو کې تر بند پورې ډیر ځله له بلا ستونزو سره مخامخ کیږي، خو سره له دې هم ډیرعوامل لکه وزګارتیا او بې امني د دې سبب کیږي چې ډیر خلک په تیره ځوانان، هغه د چا خبره توکلي ځان ستونزو ته سپاري او له خطره ډکو لویو لارو باندې روانیږي.
احمد، په کابل کې شل کلن وزګار هلک له همدې ځوانانو څخه دی، هغه دا منلې چې څلور سوه ډالره قاچاقبر ته ورکړي او ځان تر ایرانه ورسوي.
په دې هیله دی چې کوم کار پیدا کړي او د څو کلونو په موده کې دومره وګټي چې ورباندې اروپا ته ولاړ شي.
د اسوشیتت پریس په راپور کې راغلي، چې احمد اوس پیسې نه لري قاچاقبر ورته ویلي چې کله ایران ته ورسېد د یوې میاشتې په موده کې دې پیسي ورته برابرې کړي.
هغه وايي فکر نه کوم چې د افغانستان اوضاع په څو کلونو کې بدلون وکړي نو ښه به دا وي چې همدا اوس ترې ووځم، ټاکل شوې چې هغه په څو اونیو کې ایران ته ولاړ شي.
اسوشیت پریس زیاتوي یو شمېر افغانان له دې اندیښمن دي، چې کله نړېوال ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو بیا به طالبان افغانستان ته ورشي او ممکنه ده چې د نولس سوه نویمې لسیزې د وخت په شان کورنۍ جګړه پیل شي.
یو شمېر نور بیا په دې اند دي چې که نړېوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نو د افغانستان اقتصادي وضعیت به ډیر خراب شي.
خو یو افغان مقام دی مسلې ته خوشبینه دی، د افغانستان د کډوالو او ستنیدونکو چارو د وزارت معین عبدالصمد حامي، اسوشیت پریس ته ویلي که چیرته وضعیت له دې هم خراب شي نو خلک به همداسې بهر ته مخه کوي او که وضعیت ښه شي نو خلک به بیرته راستانه شي.
حامي وایي، د اوضاع ښه والي له دې پورې اړه لري چې له بهرنیو ځواکونو څخه افغانانو ته د امنیتي چارو د سپارلو پروسه په سمه توګه ترسره کیږي او کنه او یا افغان حکومت به وکولای شي چې امنیت تامین کړي او خلکو ته کار پیدا کړي.