د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

"د ساختماني شرکتونو خاوندانو ته یو رورنیز پروګرام پیل شو"


یوې امریکايي موسسې د ساختماني شرکتونو خاوندانو ته یوزورنیز پروګرام پیل کړ
یوې امریکايي موسسې د ساختماني شرکتونو خاوندانو ته یوزورنیز پروګرام پیل کړ
په افغانستان کې په سوداګرۍ او ساختماني چارو کې د ظرفیتونو کموالی هغه عمده ستونزه ده چې له امله یي افغان شرکتونه نه شي کولای چې په دواړو برخو کې لومړی درجه تړونونه ترلاسه کړي.

په وروستیو شاوخوا لسو کلونو کې د افغانستان د سوداګرۍ او ساختماني چارو زیاتره عمده تړونونه بهرنیانو ترلاسه کړي دي.

د دې لپاره چې د افغان شرکتونو مسئولین دا وړتیا ومومي چې لومړې درجه تړونه ترلاسه کړي، د یکشنبې په ورځ ورته په کابل کې د« جي، تري، ایس ، انترپرایزس» په نامه د یوې امریکایي موسسې له خوا یو روزنیز پروګرام پیل شو.

د موسسې یو تن مسئول د پروګرام هدف داسې بیان کړ:

«موږ هیله مند یو په افغانستان کې له کمپنیو سره د پرمختګ په لار کې مرسته وکړو، موږ باوري یو چې دا پروګرام به کورني او بهرني سوداګرۍ کې د افغان سوداګرو او شرکتونو پوهاوی پورته کړي، د ظرفیتونو لوړوالی به دا موقع درکړي چې تجارت پراخ او نړېوالو مارکېټونو ته لاره ومومي»

د افغانستان د سوداګرۍ د خونې عامل ريیس محمدقربان حقجو وویل، دا روزنیز پروګرام به افغان سوداګرو او د شرکتونو خاوندانو ته دا وړتیا ورکړي چې، د سوداګرۍ او ساختماني چارو عمده او لومړې درجه تړونونه ترلاسه کړي.

خو افغان سوداګر او د شرکتونو خاوندان وایي چې په لسو کلونو کې د افغانستان د بیارغاونې، ساختماني چارو او سوداګر اکثره عمده او لومړی درجه تړونونه بهرنیانو ترلاسه کړي او دوهمه او دریمه درجه تړون یي افغانانو ته پاتې شوي دي.

افغان سوداګر او پانګوال خان جان الکوزي وایي، دا ډول روزنیز پروګرامه باید لس کاله دمخه افغانانو پیل شوی وای:

«دا پروګرام باید په دوه زره لومړي کال کې پیل شوی وای، بهرنیانو زموږ شرکتونو سره مرسته ونه کړه ټول تړونونه یي په خپله وکړل، زموږ محصلات یي وانه خیستل اوس چې دوي له افغانستانه وځي، افغانان به کوم تړونه ترلاسه کړي.»

د افغانستان د مالیي وزارت او نړېواال بانک وایي، د افغانستان له بیارغونې او پراختیا لپاره چې په تیرو لسو کلونو کې څومره مرستې شوي اتیا فیصده یي د بهرنیانو جیب ته لویدلي.


د مالیي وزارت وایي، هېواد سره د نړېوالی ټولنې د مرستو په سلو کې څه باندې اویا فیصده بهرنیانو لګولې ده.

نړېواله ټولنه وایي، په افغانستان کې د ظرفیتونو د کموالي له امله نشي کولای چې د مرستو زیاته برخه په مستقیمه توګه افغان حکومت ته ورکړي، خو افغان چارواکې وایي اوس مهال د دوي ظرفیتونه د دې وړ شوې چې د نړېوالې ټولنې د مرستو پنځوس فیصده د حکومت د بودیجې له لارې ولګوي په دې هکله د بن په وروستی کنفرانس کې له نړېوالې ټولنې غوښتنه هم شوې، خو دا چې نړېواله ټولنه به په راتلونکې کې د مرستو څو فیصده افغان حکومت ته ورکوي، دا به وروسته معلومه شي.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG