د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

ملي جبهه: له مخالفت سره سره به په هېواد کې د نظام د بدلون هڅه کوو


احمد ضیاء مسعود
احمد ضیاء مسعود
په افغانستان کې د سیاسي نظام د بدلون په اړه دا په تیرو لسو کلونو کې د حکومت او د هغې د کومې سیاسي مخالفې ډلې د دریځونو ترمنځ تر ټولو جدي ټکر بلل کیږي.

د ملي جبهې په نامه د حکومت دغه سیاسي مخالفه ډله، چې څه موده مخکې یې په برلین کې له امریکایی کانګرس مینانو سره په دې اړه خبرې هم کړې وې، ټینګار کوي، چې موجوده سیاسي نظام د خلکو ستونزې نشي هوارولې.

د دې جبهې مشر احمد ضیاء مسعود د یکشنبې په ورځ په کابل کې د دې جبهې له ځینو نورو غړو سره په یوه خبري غونډه کې وویل، چې غواړي د نظام د بدلون لپاره له حکومت سره خبرې وکړي:

"موږ دلته د یو غیر متمرکز جوړښت پلوي کوو، څو سیاسي واک وویشلې شي او د دې کار لپاره موږ چمتو یو، چې له موجوده حاکمیت سره خبرې پیل کړو.

موږ نه غواړو د زور او فشار له لارې خبرې وکړو او نه غواړو د یو غیر منطقي نظام نه تر اخره دفاع وکړو.

د سیاسي بدلونونو په وړاندې باید هیڅ کله هم په غصې چلند ونشي، موږ په دې باور یو، چې زموږ مبارزه به تر وروستیو شیبو پورې دوام وکړي او موږ به خپل هدف ترلاسه کړو."

ددې ډلې غړو دا هم وویل، چې د نظام د بدلون غوښتنه د دوي نه بلکه د هغو خلکو ده، چې د دوی ملاتر کوي او دوي هڅه کوي، چې د افغان حکومت له نورو سیاسي مخالفینو سره په همغږۍ کې فعالیت وکړي.

د ملي جبهې له خوا د نظام په بدلون دا ټینګار یوه ورځ وروسته له هغې کیږي، چې افغان ولسمشر د ملي شورا د دویم تقنیني کال د پیل په مراسمو کې له دې کار سره خپل سخت مخالفت څرګند کړ.

ښاغلي کرزي وویل، چې د نظامونو بیا بیا بدلون د دې سبب شوې، چې هېواد په بېلابېلو برخو کې له پرمختګ نه بې برخې شي.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې د دا ډول مسایلو ترشا د بهرنیو لاس وباله او ویویل، چې په هیڅ صورت به د دې کار اجازه ورنکړي:

"په تیرو څلویښتو کلونو کې په افغانستان کې د سیاسي نظام څو بیلګې و ازمایلې شوې، چې د افغانستان د ټولینزو او ارزښناکو بنسټونو د ویجاړتیا پرته یی بله نتیجه نه درلودله.

دلته غواړم په ډیر څرګند ډول ووایم، چې موږ به هیڅ کله هم دا اجازه ورنه کړو، چې د یو بل سیاسي نظام د ازمښت ویره وونکې خوب زمونږ په هیواد کې په حقیقت بدل شي."

خپله افغان ولسمشر په دې باور دې، چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې هېواد ریاستي او یا متمرکز نظام ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې ځینې کړۍ دا ویره هم څرګندوي، چې په افغانستان کې په اوسنیو شرایطو کې د یو غیر متمرکز نظام راوستل به هیواد د ویش له ګواښ سره مخ کړي.

ځینې نور کتونکي بیا ملي جبهه تورنوي، چې په برلین کې یی د فدرالي نظام په سر خبرې کړې وې، خو په هیواد دننه او بهر له سختو غبرګونونو وروسته یی دا مسئله پټه کړه.

د دغو غبرګونونو په پام کې ساتلو سره په کابل کې د امریکا سفارت هم د یوې اعلامیی په خپرولو سره د برلین په خبرو کې د امریکا د حکومت ښکیلتیا رد کړه او ویویل، چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د یو واحد افغانستان ملاتړ کوي.
XS
SM
MD
LG