د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

مارک ګراسمن له ولسمشر کرزي سره د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې


په داسې حال کې، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې په کابل کې دې، د سولې د روانو هڅو د افغاني کول هغه څه دي، چې افغان لوري یي له امریکا غواړي او وایي، چې له دې پرته به دا خبرې کومه حتمي نتیجه ونه لري.

مارک ګراسمن د شنبې په ورځ سهار کابل ته را ورسید او د ورځې په پای کې یي له افغان ولسمشر سره ولیدل، چې لا یي هم جزیات نه دي څرګند شوي.

ولسمشر کرزي له ګراسمن سره تر خبرو مخکې د هېود د ملي شورا د دویم تقنیني کال د پرانیستلو په مراسمو کې یو ځلې بیا په دې ټینګار وکړ، چې د سولې بهیر یو افغانې بهیر دې:

(د سولې د پروسې او د مذاکراتو خاوند د افغانستان ملت دی هیڅ پردی هېواد یا نهاد د افغانستان د ملت ددې حق مخه نشي نیولای.

افغانستان یو ځل بیا پر هغو اصولو او ارزښتونو تاکید کوي چې لويي جرګې يي توصیه کړې.)

افغان حکومت که څه هم په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر له پرانیستلو سره موافقه کړې، خو ویلي، چې د دې خبرو ملاتړ به هله وکړي، چې مشري یي افغان لوري ته وسپارلې شي.

افغان ولسمشر د خپل حکومت دا دریځ په داسې حال کې تکرار کړې، چې له تیرو لسو میاشتو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي، خو افغان حکومت په کې نه دې ښکیل کړای شوې.

که څه هم ګراسمن او نورو امریکایي چارواکو په خپلو څرګندونو کې بیا بیا د افغان لوري دې انديښنې ته ځواب ورکړې، خو د سولې د هڅو لپاره د سیمه ایزې همکارۍ جلبول بله مهمه مسئله ده، چې افغان لوری یي له امریکا غواړي.

د سولې عالي شورا په دې ټینګار کوي، چې د سیمې او په تیره بیا د پاکستان د همکارۍ پرته دا هڅې له ستونزو سره مخ کیدای شي.

خو له سفر سره د پاکستان مخالفت له دې بهیر سره د پاکستان د همکارۍ په اړه ځینې اندیښنې زیږولي، خو د سولې عالي شورا له دې بهیر سره د پاکستان مخالفت نه یوازې د افغانستان بلکه د پاکستان په زیان هم بولي.

ګراسمن افغانستان او سیمې ته دا سفر په داسې حال کې پیل کړې، چې د ځینو رپورټونو له مخې ټاکل شوې تر راتونکې یوې اونۍ پورې د امریکا او طالبانو ترمنځ اصلي خبرې پیل شي.

د ځینو امریکایي چارواکو په حواله، چې نومونه یي نه دي ښودل شوي ویل شوي، چې په دې خبرو کې به، چې د سولې د خبرو مقدمه بلل کیږي د افغان حکومت ځینې چارواکي هم برخه واخلي.

خو دا هغه څه دي، چې نه افغان حکومت او نه هم امریکا ورباندې کومه رسمي تبصره کړې.
XS
SM
MD
LG