د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

د ملي شورا د ۱۶تقنیني دورې دوهم کال

ټاکل شوې، چې د افغانستان د ملي شورا د 16 تقنیني دورې دوهم کال نن پیل شي. تمه کیږي، چې په دغو مراسمو کې د افغان ولسمشر په ګډون نور لوړ چاوراکي او بهرني ډیپلوماټان برخه واخلي. ولسي جرګه په خپله تیره کاري دوره کې تر ډیره په خپلو جنجالونو کې بنده پاته شوه او دې جرګې ته پر ورسپارل شوو مسایلو یې لازم کار ونه کړ. د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، چې دا ځل به تر ډیره پر ملي مسایلو خبرې وکړي. افغان حکومت وايي، ډیر ژره به د کابینې او سترې محکمې پاته غړي او د ځینو خپلواکو ادارو غړي به ولسي جرکې ته د باور د رايي اخیستلو لپاره ور ولیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG