د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۴۹

"له نړېوالو سره ستراتیژیک تړونونه د سیمې د امنیت په ګټه دي"


ولسمشر حامد کرزي یو ځلې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان په دوستۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له لودیځو هېوادونو سره به په هغه صورت کې د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاسلیک کوي چې د سیمې د امنیت په ګټه وي.

ښاغلي کرزي چې د افغانستان د ملي شورا د نوي تقنیني کال د پيل په مراسمو کې یې وینا کوله، وویل، هېواد یې غواړي د سیمې له هېوادونو سره هم همکارۍ ولري:

"له بل لوري موږ غواړو چې له خپلو ګاونډېو سره د همکارۍ، دوستۍ او متقابل درناوی نه ډکې یوې سیمې ژوند وکړو.

له همدې امله ستراتیژیکې همکارۍ باید د سیمې د امنیت په ګټه او د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه تلو سبب واوسي.

که چیرې د ستراتیژیکو تړونونو لاسلیک کیدل د دغو اهدافو له تحقق سره مرسته وکړي، موږ به دارنګه تړونونه لاسلیک کړو."

د نوموړي دارنګه څرګندونې تل د سیمې هغو هېوادونو ته د ډاډ ورکولو په معنی تعبیر کیږي، چې د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند د رامنځ ته کیدو په اړه اندیښمن دي.

په داسې حال کې چې ایران په ډاګه له دې سند سره مخالفت څرګند کړی، پاکستاني او روسي چارواکي هم ترینه ډاډمن نه ښکاري.

ښاغلي کرزي په خپلې وینا کې د افغانستان د ملي شورا غړو ته هم ډاډ ورکړ چې که له نړۍ سره د ستراتیژیکو تړونو په اړه توافق رامنځ ته شي نو د قانون له مخې به د تصویب لپاره ملي شورا ته هم استول کیږي.

له پخواني پلان سره سم باید د امریکا او افغانستان ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو د سند په اړه د دویم پړاو مذاکرات روانه میلادي میاشت پیل شوي و، خو تر اوسه پورې د دې خبرو د پیل په اړه چارواکو څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان او امریکا د حکومتونو ترمنځ یو شمېر اختلافاتو ښايي د دې بهیر په مخ کې خنډونه رامنځ ته کړي وي.

څو ورځې مخکې ولسمشر حامد کرزي وویل، چې تر څو پورې امریکايي ځواکونو د شپې عملیات نه وي بند کړي، دغه سند نشي لاسلیک کیدای.

نوموړي همدا راز په یوې میاشتې کې افغان دولت ته د بګرام او نورو زندانونو د تسلیمولو غوښتنه هم وکړه.

په عین حال یو شمیر افغان کارپوهان په دې باور دي چې افغان دولت اړ دی، له امریکايانو سره خپل اختلافات هوار او د ستراتیژیکو همکاریو سند ورسره لاسلیک کړي.

د ولسي جرګې غړی محمد اسحق ګیلاني په دې اړه ازادۍ راډيو ته وویل:

"د افغانستان حکومت باید داسې یو سیاست غوره کړي، چې په سیمه کې د امریکا له سیاستونو سره موازي روان وي تر څو له ټکر سره مخامخ نشي او یا داسې یو سرحد ته ونه رسیږي چې بله ورځ د افغانستان حکومت ترې وروسته پاتې وي."

ښاغلي ګیلاني له طالبانو سره د خبرو مسئلې ته په اشارې سره وویل، کله چې افغان دولت په دې برخه کې پاتې راغی، نو امریکایانو په خپل سر له طالبانو سره اړیکې ونیولې،افغانستان له هند سره د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړی دی.

په عین حال کې نیت لري، چې له انګلستان، استرلیا، فرانسې، اروپايي ټولنې او ناټو سازمان سره هم د اوږدمهالو همکاریو سندونه لاسلیک کړي.
XS
SM
MD
LG