د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

"د فرانسوي سرتیرو د ایستلو پریکړه د پاریس د مشرتابه کار دی "


د فرانسې جمهور رئیس نیکولاس سارکوزي وایي، که د افغانستان امنیتي وضعه څرګنده او روښانه نه وي، نو له دې هېواد څخه د فرانسوي ځواکونو د وختي ایستلو په اړه به پوښتنې زیاتې شي.

سارکوزي چې د جعې په ورځ یي په نسبتا سختې لهجې خبرې کولې، له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو کومه نیټه یي یاده نه کړه.

فرانسه په افغانستان کې ۳۶۰۰ عسکر لري او مخکې یي ویلي و، چې پوځي ماموریت به یي د ۲۰۱۳ کال په پای کې سرته ورسیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کربې وایي، له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو د ایستلو هر ډول پریکړه د هغه هېواد په مشرتابه پورې اړه لري.

ده وویل، فرانسه د امریکا ډير ښه دوست او متحد هېواد دی.

د فرانسی ولسمشر نیکولاس سارکوزي د جمعې په ورځ وویل، په افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو ماموریت او د روزنې چارې ځنډول شوې او د امنیتي وضعې د روښانتیا په مقصد یي دفاع وزیر افغانستان ته واستاوه.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الین ژوپا د جمعې په ماسپښین وویل، یوه افغان عسکر په فرانسوي عسکرو ډزې وکړې چی په نتیجه کې یي څلور فرانسویان مړه او ۱۵ نور ټپیان شول. د څلورو ټپیانو حالت نازک ښودل شوي دی.

ښاغلي ژوپا دغه راز وویل، د فرانسې لپاره د منلو وړ نه ده، چې د افغانستان د ملي پوځ عسکر دي د دوي پوځیان ووژنې:

“دا لومړی ځل نه دی چې یو افغان عسکر فرانسوي سرتېرې وژنې. زه د لته د قتل کله استعمالوم او دا ځکه چې دا د قتل پیښه ده او فرانسوي عسکر پکې وژل شوي.

زه فکر کوم دا زموږ مسولیت دی چې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو اجندا د نوېو شرایطو په رڼا کې برابره کړو”.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل، که په افغانستان کې د فرانسوي عسکرو د امنیت ډاډ ورنه کړ شي نو ناوړه عواقب به رامنځ ته شي.

د فرانسې دفاع وزیرګیرارد لانګوي هم په کاپیسا ولایت کې د فرانسوي عسکرو د وژل کېدو په اړه غبرګون ښکاره کړی او د جمعې په ورځ یي په پاریس کې خبریالانو ته وویل، په دې اړه باید څېړنه وشي:

“دا پیښه د روزنې د ماموریت پر مهال له پوځي اډې بهر شوې ده، یوه کس زموږ څلور عسکر په ډزو ووژل چې دا د نه منلو خبره ده. په دې اړه باید سمدستي تحقیقات وشي”.

جمهور رئیس حامد کرزي چې ټاکل شوې د جنورۍ په ۲۷ مه پاریس ته لاړ شي او هلته له فرانسوي چارواکو سره د ستراتېژیکې همکارۍ تړون لاسلیک کړې، د دغې پیښې په اړه ژوره خواشینې ښودلې او د پیښې د قربانیانو کورنیو ته یي د خواخوږۍ پیغامونه استولې دې.

د فرانسې د ستراتېژیکو اړیکو د انستیټیوټ څیړونکې کریم پاکزاد وایي، د فرانسي د جمهور رئیس سارکوزي دا پریکړه چې له افغانستان څخه به فرانسوي عسکر وباسي، د طالبانو په ګټه ده.

د ده په وینا، طالبان دا مهال د بل هر وخت په پرتله غښتلې دې او غواړي په خبرو کې خپل شرایط په نورو تحمیل کړي. د کاپیسا په څېر حملې به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل چټک کړې.
XS
SM
MD
LG