د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

م.م:زیاتره افغانان د ماین له وژونکي خطر سره مخ دي


په کابل کې د ملګرو ملتونو یوه مقام ویلي، سره له دې چې نړېوالې ټولنې په افغانستان کې شل کال د ماین پاکۍ په برخه کې پروګرامونه عملي کړي، خو بیا هم د دې هېواد یو میلیون او درې لکه وګړي د ماینونو له خطر سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د مرکز د هم هانګۍ د چارو مدیر الن مک دانلد ویلي، د افغانستان په ټولو سیمو کې ماینونه ځای پر ځای شوي دي.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا دا ماینونه په ۱۹۸۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو له خوا، په نویمه لسیزه کې د تنظیمي جګړو او بیا د طالبانو او شمالي اتحاد تر منځ جګړو کې خښ شوي دي.

د مک دانلد په وینا د ۲۰۱۱میلادي کال تر پایه پورې په ۵۹۰ کیلو متره خاوره کې ۶ زره داسې په نښه شوي سیمې شته چې ماینونه په کې ځای پر ځای دي.

په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې د ماینونو په مختلفو چاودونو کې شاوخوا ۳۷۵کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ اداره وايي، په تیرو شلو کلونو کې ۵۰۰زره ضد پرسونل ،۲۲زره ټانک ضد ماینونه ،۱۵ میلیونه د سپکو او درنو وسلو مرمۍ راټولې شوي چې یوه لویه کامیابي بلل کیږي.

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د ادارې دغه مقام ویلي، دوي هغه سیمې پیژني چیرته چې ماینونه خښ دي او له همدې امله توانیدلي چې د ماین چاودونو پیښې کمې کړي.

دې ته په پام سره چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې زیات ماینونه په کې خښ دي،نړیوالې ټولنه تر اوسه په دې برخه کې په کلني ډول ۹۰ میلیونه ډالره مصرفوي.
XS
SM
MD
LG