د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۲

طبيعي پېښو ته دولت څومره تيارى لري؟ - د مرغومي ٢٩ مه

په افغانستان کي د سالنګونو د واورو ښويېدو یا برف کوچونو خطرونه، د ماهیپر او نورو لویو لارو د بندیدو، په شمالي او مرکزي ولایتونو کی د زیاتو واورو د اورېدو له وجې د خلکو د ستونزو احتمالات او امکانات معلوم او ثابت دي او دا کومې ناڅاپي او غیر مترقبه پیښې هم نشي ګڼل کیداى.

دولت باید د ژمې له رسیدو او یا هم د سیلاونو د راوتو مخکي خپل اضطراري پلانونه جوړ کړي او اړو خلکو او سیمو ته د مرستو په رسولو کي باید ځنډ او خنډ رامنځ ته نشي.

ځینی انتقاد کوونکی وایی، افغانستان په اصطلاح شهر بي پرسان دی او د کوم ستر مصیبت په رامنځ ته کیدو سره به محترم وزارت له مسولیت څخه اوږه خالي کړې او ګناه به په کوم بې وزلې انجینیر یا کاریګر واچوي.

دا چي دولت په روان ژمې کی تر کومه حده د وطنوالو د ستونزو ځواب ویلي او تر کومه حده یي پلانونه جوړ او عملې کړي، دا به له محترمو میلمنو او تاسو دوستانو نه واورو:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:41:26 0:00
مستقیم لېنک


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:44:52 0:00
مستقیم لېنک

د کابل په سټډیو کي رابللي میلمانه دي:
۱ – د کرنې وزارت مسلکي معیین ښاغلي عبدالغني غوریاني
۲- په ولسې جرګې کي د د طبیعي زیرمو او چاپیریال د کمیسیون مرستیال ښاغلی ګل پاچا مجیدي
۳ - د کلیو پراختیا او بيارغونې وزارت د ټولنیز مصونیت رئیس ښاغلی نصیر احمد پوپل
۴ – له پیښو سره د مبارزې د ملې ادارې د نړیوالو اړیکو آمر ښاغلی محمد سعید قاضي

دا اوس پروګرام ته زنګ وهلاى شئ او خپل نظر راسره شريکولاى شئ:
په کابل کې زموږ شمېرې:

0700822755
او
0799203540

او نړېوالې شمېرې:

00420221124101
00420221124201
00420221124301
00420221124401
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG