د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۲

لرغونو انسانانو به اور ته د تقدس په سترګه کتل - مرغومي ٢٥مه


لرغونو انسانانو به اور ته د تقدس په سترګه کتل، دوي په دې باور و، چې د ځمکې پر مخ څلورعنصره ډېر اهميت لري: اور، اوبه، باد او خاوره خو په دغو څلور کې بيا هم دوي اور تر نورو غوره باله.

د اور تر کشف مخکې يواځې لمر و، چې انسانانو به د نور او حرارت په خاطر ګټه ورنه اخيسته، که به لمر نه و، د دوي ګوزاره به له تيارې او یخنۍ سره ګرانه وه، چې اور کشف شو، بيا دا هڅې روانې وې چې څنګه دوامداره او ښه اور ساتلی او بلولای شي.

دوي مختلفې تجربې وکړې او ورو، ورو په دې پوه شول چې ځېنې توکې تیز يا تر نور دومداره اور لري، په تېره چې د ښکار د غوښو وازګې يې وليدې چې د غوړو څاڅکي يې د اور لمبې تازه کوي، همداسې غرني غوړ لرګي يې وازمويل چې ښې شغلې لري، ورو، ورو د لرغوني انسان دغو تجربو د پليتو رغولو ته لار هواره کړه او۱۸۲۰ عيسوي کال په انګلستان کې پلتي څراغونه توليد شول، په پيل کې به حيواني غوړي په کې سوځيدل بيا سوکه، سوکه د نورو غوړو کارونه هم عامه شوه.

دا چې په افغانستان کې پخوا خلکو له تيارې سره څه چل کاوه او څنګه به يې خپلې خونې روڼولې په اړه يې خپرونه واورئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:42 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG