زه د قلعه اخوند د عالي ليسې د يوولسم ټولګي زده کونکی يم. موږ په ښونځي کې د سپورټ لپاره خاص استاد نه لرو او د سپورټ لپاره خاص سامان الات نه لرو او د معارف له طرفه غيرله کابله بل په هيڅ ولايت کې د سپورټ لپاره كار نه دی شوي، نو بايد چې معارف ورته توجه وکړي.