د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۲

محمد الله اڅګزي د کندهار له ښاروالۍ څخه


زه د کندهار له ځوانانو څخه ډېر ګيله من يم، ځکه دا درسته ده، چې لا اوس هم په دغه ولايت کې نا آرامي شته، خو که د کندهار پوهنتون ته ورشی، نو وبه ګوري چې له ډېرو ليرو ولايتونو څخه زحمت کښه محصلين په دغه پوهنتون کې زده کړې کوي، خو په خپله کندهاري ځوانان په ډير زحمت يو څو صنفه مکتب وايي. د افسوس ځای دی.

زه ۳۵ کاله پخوا له ۱۲ صنف څخه فارغ شوم، خو هغه وخت په کندهار کې پوهنتون نه و او زما اقصتادي وضعيت دومره ښه نه و، چې کابل يا ننګرهار پوهنتو نه ولاړ شم، د اوسني ځوانانو لپاره پوهتون شته، خو همت نه شته.
XS
SM
MD
LG