د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

د عرب لیګ د څارونکو ډله د سوریې څو ښارونو ته ځي


د عربي ټولنې د څارونکو پلاوی نن د سوریې دریو نورو ښارونو ته د دې لپاره روان شو څو دا خبره معلومه کړي چې دولتي ځواکونه څومره د سولې د توافق خیال ساتي.

سوریې ته دعرب لیګ د څارونکو سفر په پیل کې هغه مهال لانجمن شو چې د پلاوي سوداني مشر وویل، ده حمص ته په خپل لومړني سفر کې کوم وېروونکی حالت ونه لیده، خو وروسته یې بیا وویل، په حمص ښار کې چې پوځ د عرب څارونکو له سفر مخکې هلته سخته بمباري کړې وه، د وضعیت د څېړنې لپاره نور وخت ته اړتیا لري.

دا څارونکي د سه شنبې په ورځ د لنډوخت لپاره حمص ته ولاړل او د چارشنبې په ورځ د پوځ په بدرګه په داسې حال کې بیا هلته ورغلل چې د ناراضو اعتراض کوونکو ډله د دوی له موټره ګردچارپېر تاو شوه.

دوی وروسته باباامر ولسوالۍ ته چې په حملو کې سخته ځپل شوې ولاړل، یوې کورنۍ د خپل وژل شوي عزیز مړی وروښود او ښايي په درعا، حما او عدلیب ښارونو کې چې د خلکو پاڅونونه په بې رحمۍ سره وځپل شول، هم له ورته صحنو سره مخامخ شي.

د پلاوي مشر سوداني جنرال مصطفی الدبي وویل، د دوی ماموریت د پیل په پړاو کې دی او زیاته یې کړه چې د عرب لیګ د پلاوي شل غړي به د اوږدوی مودې لپاره په حمص کې پاتې شي.

مخالف فعالان اعتراض کوي چې حکومت هسې وخت ضایع کوي او په پای کې به څارونکي هم د ځان ملګري کړي، خو واشنګټن له دوی څخه غوښتنه کړې چې د عرب لیګ پلاوي ته موقع ورکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند مارک ټونر وویل، دې پلاوي ته باید موقع ورکړل شي چې خپل کار پیل او بشپړ کړي او وروسته خپل قضاوت اعلان کړي.

په سوریه کې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د اعتراضونو له پیلیدو راپه دې خوا د ملګروملتونو د اټکل له مخې پنځه زره او ښايي تردې هم زیات کسان وژل شوي دي.

په عین حال کې د خلکو سوله ییزې مظاهرې په داسې حال کې په وسله وال پاڅون بدلېږي چې زرګونو باغي پوځیانو د سوریې د آزاد پوځ په نوم ځواک رامینځ ته کړی او وسله وال یې د پوځ او پولیسو پر کتارونو، مرکزونو او پوستو حملې کوي.

دې یاغي وسله والو د چارشنبې په ورځ یوه ویډیو خپره کړه چې د درعا ښار په یوه کلي کې اته کسان د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان د برید په حال کې ښيي.

د سوریې ولسمشر بشاراسد وايي چې له بهرنیو افراطي اسلامپالوډلو سره مبارزه کوي او ادعا کوي چې په دې جګړه کې د امنیتي ځواک دوه زره غړي وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG