د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۲

د مالدوا یو کاندید له خپلې کاندیدی تېر شو


د مالدوا د ولسمشرۍ د راتلونکې میاشتې د انتخاباتو یو کاندید وايي، له خپلې کانديدۍ لاس په سر کېږي.

د دې هېواد د پارلمان مشر ماریان لوپو چې موقت ولسمشر هم دی وايي، د دې لپاره له خپلې کاندیدۍ تیريږي چې په دې هېواد کې د ولسمشر د ټاکنې لپاره یو نوی فرصت او په مالدوا کې د سیاسي کړکېچ د هواري لپاره یوه لاره پیدا شي.

له دوو کلونو څخه مالدوا سیاستوال په دې نه ده توانیدلې چې خپل ولسمشر انتخاب کړي، ځکه هیڅ سیاسي ګوند تر اوسه په دې نه دی توانیدلي چې د پارلمان له یوسلو لسو څوکېو یو لږ تر لږه یو شپیته خپلې کړي.
XS
SM
MD
LG