پرون د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وویل چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د څلورو غړیو پر ځای به نور کسان دې کمیسون ته معرفي شي.
دا کمیسون د ۲۰۰۱ کال د دسمبر په دیارلسمه نېټه د بون له موافقې سره سم د لنډمهالې ادارې د مشر په فرمان د ۲۰۰۲ کال د جون په میاشت کې جوړ شو. هدف یې د بشري حقونو ملاتړ- پراختیا او څارنه بلل شوې.
د افغانستان د بشري حقونو د کمیسون غړي د دولت له لوري غوره کېږي خو په مستقل ډول کار کوي.
له دې سره په یووخت وویل شول چې دوی پر حکومتي چارواکو انتقادونه کول او یو راپور یې برابر کړی و چې جګپوړي چارواکي پکې تورن شوي ول.
خو د افغانستان د ولسمشر ویندوی ایمل فیضي وايي چې نادر نادري، احمد فهیم حکیم او مولوي غلام محمد غریب دوه پنځه کلنې دورې د بشري حقونو په خپلواک کمیسون کې کار وکړ او د دوهمې دورې په پای کې د دوی پر ځای د نورو کسانو د ټاکلو پرېکړه شوې ده- یعني دا کسان برطرفه شوي نه دي بلکې د کار دوره یې پوره شوې ده.
البته د دې کمیسون یوه غړې حمیده برمکي د روان میلادي کال په لومړیو کې په یوه ځانوژونکې حمله کې ووژل شوه چې تراوسه پوري د هغې پرځای بل څوک نه و ټاکل شوي.
موږ په همدې پلمه مونن په دې ترشنه اسمان لاندې پروګرام کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د کارونو، د غړیو د انتخاب د څرنګوالي، او استقلالیت په باب له خپلو درنو مېلمنو سره خبرې وکړې.
زموږ مېلمانه وو:
د افغانستان د بشري حقونو او چاپېریال ساتنې د ادارې مشر عبدالرحمن هوتکي
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون اجرايي رييس محمد موسي محمودي
او د حقوقي او سیاسي چارو کارپوه عبدالستار سعادت
دلته يې واورئ
اړيکې:
کله چې دغه پروګرام په ژوندۍ بڼه روان وي تاسې پر دغو شمېرو ورته زنګ وهلاى شئ. اوس دا پروګرام خپور شوى دى.
0799203540
یا
0700822755
او نړېوالې شمېرې مو دا دي:
00420221124201
یا
00420221124101