د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

په افغانستان کې په لومړي ځل د رګبي لوبه پیل شوه


په افغانستان کې د رګبي لوبې سیالۍ د جمعې په ورځ په حضوري چمن کې د اتو ټیمونو تر منځ پیل شوه، چې د رګبي د فدراسیون د معلوماتو له مخې پایلي به یي د شنبې په ورځ اعلان شي.

د رګبي لوبه نږدې اوه میاشتې وړاندې په افغانستان کې په رسمي توګه پیل شوې، چې د دې لوبې سیالۍ د جمعې په ورځ د اتو ټیمونو تر منځ پیل او لا هم روانه ده.

دا چې دا لوبه څه ډول ده په اړه یي د رګبي سیالیو د فدراسیو مشر اسد الله زیار وایي:

په دې سیالیو کې ۸ټیمونو ګډون کړی چې له بېلابېلو ولایتونو نه راغلي او اوس زموږ دریمه سیالۍ روانه ده.

د رګبي په اړه باید ووایم چې رګبي داسې یوه لوبه ده لکه د بزکشي (وزلوبه) په شان چې په هغې کې اسونو ته اړتیا وي او دې لوبې کې يي اړتیا نه وي.


ددې لوبې یو ډول داسې هم وي چې ۷تنه یو خواته او ۷تنه بل خواته وي او بل ډول يي داده چې ۱۵تنه یو خواته او ۱۵تنه يي بلخوا ته وي کې.

د ښاغلي زیار په وینا دا لوبه، په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت په مرسته پیل شوې او په وینا یي دې لوبې د زیات شمېر افغان زلمو پام ځان ته را اړولی دی.

د رګبي یو شمېر لوبغاړي او مینه وال وایي، چې دوي له دې لوبې سره ځانګړې مینه لري او کوښښ کوي چې د نورو لوبو په شان دا هم د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړي.

د رګبي لوبې د فدراسیون مسولین د دې لوبې د سیالیو پایلو ته خوشبینه دي او وایي، چې هیله مند دی دا لوبه وکړای شې، په هېواد کې ښه شهرت پیدا کړي.

د دوي په وینا د رګبي سیالۍ فدراسیون د دوه زره یولسم میلادی کال د نومبر په اوه ویشتمه نیټه د اسیا د رګبي ټولنې غړیتوب تر لاسه کړ.

افغانان په دې وروستیو کلونو کې د سپورټ په برخه کې ډیرې لاسته راوړنې درلودې او ښه بیلګه یي د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د فوټبال په اسیایې سیالیو کې دوهم مقام ګټل دي.

خبریاله:ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG