د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۸

افغانان سوله څنګه ټينګولاى شي؟ - د مرغومي لومړۍ


تاسې همم ممکن ومنۍ چې سوله د بشري ژوند اساسي ضرورت او د ولسونو د رفاه، سوکالۍ او نيک مرغۍ مهم عامل دي.

برعکس جنګ او جګړې د انساني ژوندانه د نابودۍ او د تمدنونو د له منځه تلو لامل کيږي او ولسونه له سترو مصيبتونو او کړاونو سره مخامخ کوي.

افغانانو په تېرو دريو لسېزو کې د جګړو تباهۍ او مصيبتونه ليدلې او داسي کورنۍ ممکن نه وي چې له دغه ناورين څخه په امن کې پاتې شوې وي.

افغانان په دې هم پوه دي چې په هېواد کې جګړې او شخړې ورباندې د نورو له خوا تحميل شوې او د دې غيرتې ولس له کړاو او زجر څخه نور خوند او ګټه اخلي.

دا چې افغانان به څنګه په وطن کې ريښتينې سوله ټينګه کړې؟ ايا د سولې په لار کې سترخنډونه شته او که وي نو څنګه او څوک يي بايد له منځه يوسي؟ دا او نورې پوښتنې له محترمو ميلمنو سره په خبرو کې ځواب شوي.

د کابل په سټډيو کې محترم ميلمانه وو:

۱- د افغانستان د سولې د عالې شوري لومړي مرستيال ښاغلي عبدالحکيم مجاهد

۲ – د ولسې جرګې غړي ښاغلي ګل پادشاه مجيدې

۳ – د بدلون او اميد د ايتلاف غړي ښاغلي انجينير محمد عاصم

هر کله دغه اوونيز پروګرام ته تاسې هم زنګ وهلاى شئ، البته کله چې دغه پروګرام په ژوندۍ بڼه روان وي:

0799203540یا
0700822755

او نړېوالې شمېرې مو دا دي:

00420221124201 یا00420221124101
XS
SM
MD
LG