د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

"له ایرانه د غیرقانوني افغان کډوالو لپاره ۶میاشتې وخت غوښتل شوی"


د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، چې له ایران څخه یي شپږ میاشتې وخت غوښتې، څو په دغه هېواد کې غیر قانوني افغان کډوالو ته پاسپورټونه ورکړي.

تر دې مخکې ایران اعلان کړې، چې شاوخوا نهو لکو افغان کډوالو ته یي درې میاشتې وخت ورکړې، چې له دغه هېواده ووځي.

د دغه وزارت سلا کار حیات اله سباوون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تایید کړه، چې ایران په دا ډول اقداماتو سره هڅه کوي افغان حکومت تر فشار لاندې راولي.

دا، چې افغان حکومت دا غوښتنه په څه ډول مطرح کړې دا به له ښاغلي سباوون سره زموږ د خبریال حمید مهمند په مرکه کې واورﺉ.

دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ.
XS
SM
MD
LG