د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

دنيا: په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو سروې پيل شوې


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې یا UNHCR په پاکستان کې د دیره افغان کډوالو نوې سروې پيل کړې ده.

په دې سروې کې چې د ټول پاکستان په کچه پيل شوې او ټاکل شوې چې د روان میلادي کال تر پایه به جاري وي یواځې هغه افغانان شمیرل کیږي یا پوښتنې ترې کیږي، چې په ۲۰۰۷ کال کې د UNHCR په مرسته د پاکستان دولت د ۲۰۱۲ کال تر پایه په دې هیواد کې د اسیدو قانوني اسناد یا کارتونه ورکړي.

ځينې افغانان له دې انديښمن دي،چې یو خو په دې سروې کې د هغوی د شخصي ژوند په باب ډیرې محرمې پوښتنې کیږي او بل دا،چې پاکستان غواړي هغه خلک معلوم کړي،چې له اقتصادي پلوه ددوی په ګټه نه دي یا په اصطلاح بې وزلي او غریب دي.

افغانان له دې ویره لري،چې په دې سره به بې وزلي کډوال د ۲۰۱۲ کال تر پایه په زوره له پاکستانه وایستل شي او یواځې شتمنو خلکو ته به په پاکستان د اوسیدو نوي کارتونه یا اسناد ورکړي.

په پيښور کې د ازادي راډيو خبريال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له ویاندې دنیا اسلم خان سره مرکه کړې او په پيل کې یې ددې سروې په باب پوښتلې.
XS
SM
MD
LG