په قره باغ ولسوالۍ کې خلک د ټليفوني شبکو د نه فعاليت له کبله زياتې ستونزې لري، خلک د ټليفون کولو لپاره د غزني مرکز ته راځي، د انتخاباتو پر وخت زموږ پر دېوالونو غټ- غټ عکسونه لګول شوي وو او پرې ليکلي وو، چې موږ به د غزني خلکو ته خدمت کوو، د هوسا ژوند اسانتياوې به ورته برابروو، دغه کسان نن سبا په ولايتي شورا، ولسي جرګه يا هم مشرانو جرګه کې ناست دي، خو د غزني د ولس له ستونزو نه دي خبر.