د غازي ستډیم په پرانیستونکي غونډه کې د المپیک د ملي کمېټې پر چارواکو سربیره په افغانستان کې د امریکا سفیر، د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان، د افغان کابیني یو شمېرغړو او ځینو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړې وو، دا ستډیم د امریکا د متحدو ایالاتو په مالي مرسته، په یوه کال کې جوړ شو.
د المپیک د ملي کمېټې مسئولینو او په کابل کې د امریکا سفیر وویل، دا لوبغالی به ډیرو افغان ځوانانو ته دا زمینه برابره کړي، چې ورزش په ټولنه کې دود، د ترقی لوړو پوړو ته یي ورسوي او په سیالیو کې ویاړونه د ځان او هېواد په برخه کړي.