د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۰

اداري فساد په هېواد څومره ناوړه اغیز کولای شي؟-د ليندۍ ٢٤مه


اداري فساد، رشوت او له قانون څخه سرغړونې په زیات شمېر هېوادونو کې په یوه او بل ډول جارې دی، خو د افغانستان په څېر په جنګ ځپلو او ودې په حال کې هېوادونو یي اغیز ډېر ناوړه او څرګند وي.

په تېرو لسو کلونو کې نړېوالو، افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستې ورکړې، مګر اغیز یي له توقع سره سم نه تر سترګو کیږي.

افغانستان چې له دیرشو کلونو جګړو او ورانیو وروسته د نړېوالې ټولنې په مرسته د رغاونې او نظام جوړونې پر لور روان دی، اداري فساد یي د اقتصادي او ټولنیزې ودې په مخکې یو ستر خنډ او د قانون د نه حاکمیت اصلي عامل بلل کیږي.

دا چې دا ستونزې به څنګه حل شي او ایا افغان حکومتې چارواکي او افغان ولس د خپل وطن د سوکالۍ او ابادې لپاره واقعې سیاسي او ملې اراده لري او کنه؟ دا به له محترمو میلمنو نه واورو:

د کابل په سټدیو کې رابللې میلمانه وو:

۱ - د فساد پر ضد د مبارزې په ادارې کی د شتمنیو د ثبت او اشاعې د څانګې رئیس ښاغلی نادر محسنی.

۲ – د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځې استاد ښاغلی سید مسعود.

۳ – د سیاسي چارو کارپوه ښاغلی مطیع الله خروټی.

۴ - په ولسې جرګې کي عدلې، قضایي ، ادارې اصلاحاتو او د فساد پر ضد د مبارزې د کمیسیون غړی ښاغلی څارنوال عبدالروف.

دغه پروګرام په کيڼ اړخ کې واورئ
XS
SM
MD
LG