د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

بغلان - د ليندۍ ١٨مه


د بغلان سمنټو فابريکه
د بغلان سمنټو فابريکه
د دې لړۍ د پروګرامونو په دوام کې نن بغلان ولایت ته ځو. بغلان د افغانستان د شمال یو حاصل خیز او سمسور ولایت دی چې له کندوز، تخار، بامیان، سمنګان، پروان او پنجشېر ولایتونو سره پوله لري.

د بغلان مساحت څه باندې یوویشت زره کیلومتره مربع دی. نهرین، دوشي، مرکزي بغلان، اندراب، نوی بغلان، بورکه، دهنه غوري، خنجان او تاله او برفک یې مهمې ولسوالۍ دي.

د دې ولایت مرکز د پلخمري ښار دی.د دې ولایت تاریخي اثر د سرخ کوتل کتیبه ده. د بغلان والي ښاغلی منشي مجید زموږ مېلمه و، چې د اورېدونکو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

دغه پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG