د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

امریکا:بشارالاسد یا له خپل هېواده ناخبره دی یا لیونی دی


د سوریې ولسمشر بشارالاسد
د سوریې ولسمشر بشارالاسد
د امریکا متحدو ایالاتونو د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له هغو څرګندونو وروسته چې ویي ویل دی د امنیتي ځواکونو له خوا د رژیم ضد زرګونو مظاهره چیانو د وژلو مسول نه دی، وایي د سوریي ولسمشر به یا له حقیقت سره هیڅ اړیکه نه لري یا به هم لیونی وي.

له امریکایي ای بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې د سوریي ولسمشر وویل، په نړۍ کې هیڅ دولت خپل خلک نه وژني مګر دا چې یو لیونی د دولت مشر وي.

اسد زیاته کړه، امنیتي ځواکونه چې تشدد ته یي مخه کړې د ده نه دی او ویي ویل زیاتره کسان چې په وروستیو شخړو کې وژل شوي، د دولت ملاتړی دی نه مخالفان.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د سوریي د ولسمشر د دې څرګندونو په عکس العمل کې وویل، د هغه له څرګندونو داسې استنباط کیږي، چې هغه په هېواد کې قدرت له لاسه ورکړي یا له حقیقت سره یي اړیکه پرې ده او یا خو هم لکه په خپله چې په مرکه یي یاده کړې، لیونی دی:

(هغه څه چې پیښ شوی او په مرکه کې وویل شول، داسې ښکاري چې اسد له هغو واقعیتونو سره سره چې په هېواد کې یي پیښیږي، بیخي ارتباط نه لري له هغه حقیقت سره چې د سوریي خلک په ظالمانه ډول ځپل کیږي، یا به یي له حقیقت سره اړیکه پرې شوی وي به هم لیوني وي.)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې اسد خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او باید استعفا وکړي.
XS
SM
MD
LG