د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۹

"د بن کنفرانس مهم دى خو پر پایلو يي شک لرم"

محقق
محقق
د افغانستان ملي جبهه ګیله منه ده، چې په بن کانفرانس کې دوي ته د افغان حکومت له خوا د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د دغې جبهې د مشر تابه پلاوي یوه غړي حاجی محمد محقق ازادۍ را‌ډیو ته وویل، چې افغان حکومت باید له دې کانفرانس څخه وړاندې د افغانستان د اوسني وضیعت هر اړخیزه څیړنه کړې وای:

(دغه کانفرانس لس کاله وروسته جوړیږي له دې وړاندې باید د افغان حکومت لس کلن کارونه په جدي توګه څیړل شوي وای، نیمګړتیاوې یي په ګوته او له سره پرې کتنه شوې وای.

دغه څیړنه باید د نظام، سیاست او ادارې په اړه شوې وای.

اوس نو ولسمشر ځي او د تیر په شان یوه وینا کوي، وایي چې دغه کار شوې او دغه کار مې وکړ.

نړېوال هم ورته لاسونه پړکوي او د یو څو روپیو ژمنه ورسره کوي.)

محقق په دې باور دی چې د افغان حکومت په دې تګ لاره به د بن کانفرانس د هېواد روانو ستونزو ته دایمي حل لاره پیدا نه کړي.

په همدې حال کې د ډاکتر عبدالله عبدالله ترمشرۍ لاندې د تغیر او امید ملي اتلاف هم د بن کانفرانس د افغانستان لپاره مهم بولي خو انتقاد کوي چې افغان حکومت ورته له یوې جامع اجندا سره نه دی ورغلی.

د تغیر او امید اتلاف ویاند سیدفاضل سنچارکي ازادي راډیو ته وویل چې دغه مسله به د دې لامل شي چې دغه کانفرانس مطلوبه نتیجه ورنه کړي:

(موږ هیله من یو چې په دې کانفرانس کې د مدني ټولنو او د تغیر او امید اتلاف د غړیو ګډون د کانفرانس په پریکړو او بحثونو ګټور اغیز
سنچارکې زیاته کړه، چې افغان حکومت د تغیر او امید اتلاف ته په دې کانفرانس کې بلنه نه ده ورکړې
سنچارکې زیاته کړه، چې افغان حکومت د تغیر او امید اتلاف ته په دې کانفرانس کې بلنه نه ده ورکړې
وکړي.

د تغیر او امید لیږل شوي پلاوي به هلته ځیني حاشیوي ناستې هم ولري.

خو دا چې افغان حکومت د دغه کانفرانس مشري کوي نو دا به ډیره لرې وي چې په دې کې اساسي او بنسټیزې مسلې چې د دیموکراسې بهیر پياوړی کړي مطرح شي.)

سنچارکې زیاته کړه، چې افغان حکومت د تغیر او امید اتلاف ته په دې کانفرانس کې بلنه نه ده ورکړې خو زیاتوي چې دوی خپله جرمني ته یو پلاوی لیږلی چې د بن کانفرانس په څنډو کې به د نړیوالې ټولنې له استازیو سره ملاقات وکړي.

د نوموړي په خبره د دوی له خوا لیږل شوي پلاوي تراوسه د امریکا،فرانسې،جرمني ،هنګري،چین او یوشمیر نورو هیوادونو له استازو سره ملاقاتونه کړي.

بل لورته د افغانستان د حق او عدالت ګوند چې شااوخوا یوه میاشت مخکې جوړ شو د بن کانفرانس د بریالیتوب لپاره افغان حکومت ته ځینې وړاندیزونه لري.

د دغه ګوند یو لړ وړاندیزونه به د ګوند له غړې او ویاندې ازیتا رفعت له خولې واورو:

(د بن دویم کانفرانس باید له دولت جوړونې ،دیموکراسۍ،د قانون حاکمیت،اداري اصلاحاتواو ازادو انتخاباتو څخه ملاتړ وکړي.

د بن دویم کانفرانس باید د سولی ټینګښت،او د جګړې له منځه وړلو ته پام وکړي.
په کورني اړخ کې یې،باید د حکومت په جوړیدو ټیګار وشي.
په بهرني اړخ کې یې باید د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنو د بندیدو لپاره د سیمې په کچه ژمنې ترلاسه کړي.او د ملګرو ملتونو د سازمان ترڅارنې لاندې دې وسنجول شي.)

هڅه مو وکړه د دغو انتقادونو په وړاندې د افغان حکومت غبرګون هم را واخلو خو په دې برخه کې له پرله پسې هڅو سره سره بیا هم د ولسمشرۍ له مطبوعاتی څانګې سره اړیکه ټینګه نه شوه.

خو له دې وړاندې افغان حکومت ویلي چې دې کانفرانس ته به له پوره چمتووالي سره ورځي او د کانفرانس د اجندا په اړه یې له متخصصینو او مسلکي کسانو سره زیاتې سلا مشورې کړي.

افغان حکومت هیله وښوده چې په دې کانفرانس کې به نړیواله ټولنه له افغانستان سره د راتلونکو لسو کلونو لپاره ژمنې وکړي.

خو په ورته وخت کې ویل کیږي چې نړیواله ټولنه هم له افغان حکومته ځینې غوښتنې لري چې هغه له اداري فساد سره مبارزه او په شفافه توګه د نړیوالو د مرستو لګول دي.

راپور: اسدالله لودین،کابل
XS
SM
MD
LG