د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

تر ٣١ کلونو وروسته د سندرغاړي عبيد الله کندهاري قبر وموندل شو


د کندهار د پېژندل شوى سندرغاړى عبيد الله جان کندهاري
د کندهار د پېژندل شوى سندرغاړى عبيد الله جان کندهاري
د کندهار د پېژندل شوي سندرغاړي عبيد الله جان کندهاري قبر د هغه تر مړينې ٣١ کاله وروسته په کندهار کې وموندل شو.

عبيد الله د کندهار يو پېژندل شوى سندرغاړى دى، چې په زرګونو سندرې يې ويلي او لا يې هم ځينې سندرې خوندي شوي نه دي.

دى د ١٣٣٠ل کال د غويي يا ثور پر پنځلسمه د کندهار د لومړۍ ناحيې په جادې په سيمه کې دې نړۍ ته پرانيستې وې او پلار يې محمد انور نومېده. څلور وروڼه يې درلودل.

دغه پېژندل شوى سندرغاړى د ١٣٥٩ل کال د کب يا حوت پر شپږمه په ورځ ووژل شو.

په دې باب صالح محمد صالح له عبدالواسع هڅيال سره چې د عبيد الله جان کندهاري پر ژوند او هنري فعاليتونو يې يوه څېړنه کړې، مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلى چې دغه قبر څنګه او چا په مرسته وموندل شو؟

دغه مرکه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG