د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۲

مصریان نن د ټاکنو مرکزونو ته ځي

مصریان نن د انتخاباتو مرکزونو ته ځي چې د حسني مبارک د اوږدې مودې واکمنۍ له نسکوریدو وروسته، د لومړي ځل لپاره نوي پارلمان وټاکي.

د مصر پوځي مشر پرون وویل، چې دی به هغو ورانکارانو ته چې غواړي د انتخاباتو په بهیر کې ستونزې رامنځ ته کړي، اجازه ورنه کړي او خبرداری یې ورکړ، چې که دا هیواد ستونزې پای ته ونه رسوي نو به سختو عواقبو سره مخ شي.

فیلډ مارشال حسین طنطاوي په داسې حال کې د غه خبرداری ورکړ، چې زرګونو مظاهره چیانو د قاهرې په تحریر چوک کې بیا په مظاهرو کې برخه واخیسته او له پوځي واکمنانو یې وغوښتل، چې ترپارلماني انتخاباتو مخکې له قدرته لاس واخلي.

وروستیو مظاهرو چې په نتیجه کې یې لسګونه کسان وژل شوي، د نن ورځې د انتخاباتو پرلومړي پړاو خپل سیوری غوړولی دی.

دغه انتخابات به چې د راتلونکي کال ترمارچ میاشتې دوام کوي، په ترڅ کی یې د دې هیواد د پارلمان دواړو جرګو ته استازي ټاکل کیږي.
XS
SM
MD
LG