د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۳۸

"په افغانستان کې به د موبایل له لارې د پیسو لیږلو اسانتیا رامنځ ته شي"

د موبایل له لارې د پیسو د لیږلو په هدف د امریکا د نړېوالې پراختیا ادارې او ایم،ټي،ان مخابراتي شرکت ترمنځ د نهه لکه او اتیازرو امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ سند لاسلیک شو.

د ایم،ټي اڼ مسولینو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د دغه تړون د لاسلیلکولو پرمهال وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به په افغانستان کې د موبایل له لارې د پیسو لیږلو اسانتیا رامنځ ته شي.

د دغه شرکت اجرایوي مشر محمد حسن جابر وایي، د دې سیستم په مرسته دا ممکنه ده، چې په سلګونو زره کسان د بانکي پیسو په سیستم کې شامل کړای شي:

(ایم ټي ان د موبایل له لارې د پیسو لیږلو منل شوې وسیله ده، نن موږ له یو ایس اي ډي سره څنګ په څنګ د پرمختګ په یوې نوې لارې کار پیل کړی، دا به له افغانانو سره د مرستې یوه ښه وسیله وي.

د موبایل له لارې د پیسو لیږل د افغانانو د ستونزو یوه تخنیکي حل لاره ده، د موبایل پیسې لیږل با امنه او اسانه لاره ده او ورځ تر بلې ټولې مالي معاملې اسانه کوي.)

په افغانستان کې د امریکا د نړېوالې پراختیا د ادارې چارواکي وایي، د موبایل له لارې پرپیسو لیږلو پانګه اچونه یواساسي کار دی.

د دغې ادارې مرستیال ګریګ هول وایي:


(د موبایل له لارې د پیسو لیږل د افغانستان لپاره بې سارې فرصت دی، د دغه سیستم په مرسته یو ښوونکي کولای شي په لرې پرتې ولسوالۍ کې خپل معاش ترلاسه کړي، د پولیسو یو افسر کولای شي خپلې کورنې ته له دې لارې پیسې ولیږي.

د امریکا د نړېوالې پراختیا اداره د موبایل له لارې د پیسو لیږل په افغانستان کې بنسټیزه پانګه اچونه بولي او دا به په اساسي توګه د افغانانو په ژوند کې بدلون راولي.

موږ باوري یو، چې د موبایل له لارې پیسې لیږل به د افغانستان د مالي سکتور بڼه بدله کړي او په ټول هېواد کې به د خلکو ژوند پرمختګ پیدا کړي.)

د مالیي وزارت د خزاینو ریس محمد اقا د موبایل له لارې پیسې لیږل یو نوی ابتکار په ګوته کړ او وې ویل، چې حکومتي کارکوونکي کولای شي د دې سیستم په مرسته په ټاکلې موده کې خپل معاشونه ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دې سره به مالي سیستم شفاف شي او لرو پرتو سیموته به هم دولتي معاشونه د پخوا په پرتله ژر رسیږي.

که له یوې خوا ایم ټي ان شرکت د موبایل له لارې د پیسو لیږلو هڅه کوي خو بل لورته بیا په اکثرو ولایتونو کې د بانکونو شمېر کمرنګه دی.

په لیرو او نا امنه ولایتونو کې د بانکونو یوه یا دوه نماینده ګي موجودې وي چې د ولسوالیو اوسیدونکي ورته لاس رسۍ نه لري.

اسدالله لودین، کابل
XS
SM
MD
LG