د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

ګیلارډ: ښايي د اسټرالیايي روزونکو ماموریت له ۲۰۱۴ م کال دمخه بشپړ شي


مېرمن ګیلارډ ټنیګار وکړ، چې اسټرالیا به لږ تر لږه د روانې لسیزې تر پایه پورې په افغانستان کې پاتې وي.
مېرمن ګیلارډ ټنیګار وکړ، چې اسټرالیا به لږ تر لږه د روانې لسیزې تر پایه پورې په افغانستان کې پاتې وي.
د اسټرالیا صدراعمظې جولیا ګیلارد وویل، د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د اسټرالیايي قواو ماموریت له ۲۰۱۴ م کال دمخه بشپړ شي، خو د هغې په وینا هیواد به يې له دغې نیټې وروسته هم په افغانستان کې پاتې وي.

جولیا ګیلارډ چې د افغان ماموریت په اړه يې نن دوشنبه پارلمان ته وینا کوله وویل، د افغان ځواکونو د روزنې په پروسه کې پرمختګ شوی او د هېواد ځواکونه يې تر ۲۰۱۴م کاله پورې په ارزګان ولایت کې افغان قواو ته د عملیاتو د مشرۍ د سپارلو په لور مخته ځي.

نوموړې ټنیګار وکړ، چې اسټرالیا به لږ تر لږه د روانې لسیزې تر پایه پورې په افغانستان کې پاتې وي.

فرانس پریس اژانس د جولیا ګیلارډ په حواله وویل، چې هغې تیره میاشت له کابل څخه د خپلې کتنې پر مهال له افغان ولسمشر سره د دواړو هیوادونو تر منځ د اوږود مهاله همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

د اسټرالیا د صدراعظمې په وینا حکومت له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د ځانګړو اسټرالیايي ځواکونو د ساتلو پر موضوع غور کوي.

خو بل لور ته په ارزګان ولایت کې د هغو افغان پوځیانو قومندان چې اسټرالیايي ځواکونو روزلي، ویلي، چې د اسټرالیايي پوځي روزونکي کولی شي، په سمدستي توګه ووځي.

نوموړي رسنیو ته ویلي، اسټرالیايي روزونکي باید له وتلو وروسته د هیليکوپټرو په شمول خپل عصري تجهیزات افغان ځواکونو ته پریږدي.

اسټرالیا دا مهال په افغانستان کې څه د پاسه یو نیم زر سرتیري لري، چې اکثره په ارزګان ولایت کې ځای پر ځای دي.

د افغان ماموریت په اړه د اسټرالیا صدراعظمې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تیراکتوبر میاشت یوه افغان سرتیري پر اسټرالیايي ځواکونو ډزې وکړي او درې عسکر يې ووژل .

د اسوشیېټډ پریس اژانس د راپور له مخې که څه هم چې د افغان ماموریت په اړه د اسټرالیا حکومت د سیاسي ډلو او خلکو ملاتړ له ځانه سره لري، خو په افغانستان کې د دغه هیواد د سرتیرو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو له امله دا ملاتړ مخ په کمیدو دی.
XS
SM
MD
LG