د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۲

رومان الكوزی – کندهار

په يوشمېرولايتونو او ولسواليو كې د پوهنې بهير ډېركمزوری دی. د پوهنې وزارت او همدارنګه په ولاياتو كې د پوهنې د وزارت د مربوطه رياستونو نه پالمرنه به د دې لامل شي، چې دولتي ښوونځيو ته هېڅ څوك خپل اولادونه ونه ليږي، ځكه دلته د کندهار د ډيرو ولسواليو په ښونځيو كې د مربوطه ښوونځيو سرمعلمان او مديران د يوملازم په شمول ښوونځيو ته ځي او خپل معاشونه اخلي. حتا تردې ځايه چې اضافه معاشونه هم د معلم په نوم اخلي.

په كومه ورځ چې كوم سيمينار ته ځي او ياكوم هيات ښوونځي ته ورځي، نو دوی خپل د كورنۍ غړي او يا نور دوستان د معلم په صفت ورته معرفي كوي، هغه كه هرڅومره بې سواده هم وي، دوی فقط د دولت څخه خپل معاشونه د همدغو نومونو په واسطه راباسي.

زده كوونكو ته هيڅ درس نه ويل كيږي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG