د كوچني اخترنه راپه ديخوا د چمتال په ولسوالۍ كې امنيتي وضعه ښه شوې ده، خو كه دولت د يادې ولسوالۍ د بزګرانو سره د اصلاح شوو تخمونو او سرو مرستې ونه كړي، كيداى شي چې بزګران د كوكنارو كښت ته بيا مخه كړي، ځكه د يادې ولسوالۍ زیاتره وګړي بزگران،مالدار او كوچيان دي. ځمكې يي يو فصله او د خړوبېدو اوبه هم نه ورسيږي.