د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

اروپایي ټولنې د روغتیا وزارت سره ۴۷میلیونه یورو مرسته وکړه


د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی وایي، که څه هم په دې وروستیو کلونو د عامې روغتیا په برخه کې ډیرې نړېوالې مرستې شوي، خو لا هم په دې هېواد کې روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شاژدافیر، لوک واندبین په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د نړېوالو د مرستو د نه اغیزمنتوب لاملونه امنیتي ستونزې، د ښځینه روغتیایي کارکوونکو د شمېر کموالي او د لارو خرابوالی له امله لیرې پرتو سیمو ته نه لاس رسی دی:

(که څه هم په افغانستان کې په تیرو کلونو کې د روغتیا په برخه کې پرمختګ شوی، خو لا هم په دې هېواد کې روغتیایي وضیعت د اندیښنې وړ دی.

اروپایي ټولنه، د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت، له صحي سازمانونو څخه خپل ملاتړ اعلانوي او د دې ستونزو د هواري لپاره به خپلو اوږدمهاله مرستو ته دوام ورکړي.)

ښاغلی واندبین، دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ له عامې روغتیا وزارت سره د اروپایي ټولنې د اوه څلویښت میلیون یورو د مرستې د تړون په غونډه کې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر عبدالبصیر سرور وویل، دغه مرسته به د ساري ناروغیو، لکه ایډز،ملاریا او نری رنځ او همدا راز، د خوارځواکۍ د مخنیوي، د معلولینو، د سترګو درنځونو، عمومي جراحي، نسایي ولادي، د واکسین، په روغتونو کې د درملو او په زندانو کې د بندیانو د روغتیایي وضیعت د ښه والي په برخو کې به ولګول شي.

د عامې روغتیا وزارت د دې مرستې د لګولو لپاره له یو شمېر شرکتونو سره جلا تړونونه لاسلیک کړل.

ښاغلي سروري دا هم وویل، چې دا مرسته به په راتلونکو نولسو میاشتو کې په لسو ولایتونو کې ولګولې شي:

( د اروپایي ټولنې او عامې روغتیا وزارت تر منځ د نولسو میاشتو لپاره د اساسي روغتیایي خدمتونو او د روغتونونو د سمبالولو او ښه والی یو تړون وشو.

اروپایي ټولنه د خپلې نوې مرستې له لارې به، دوه څلویښت روغتیایي فرعي کلینکونه او اوه سیار ټیمونه به، په غور، دایکندي، لغمان، زابل، کندز،کونړ، لوګر، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې جوړ کړي.)

په داسې حال کې چې له عامې روغتیا وزارت سره په بېلابېلو برخو کې د نړېوالو د تازه مرستو رپوټونه ورکول کېږي، خو یو شمېرعام افغانان هم د روغتیا په سکتور کې په لګولو شوېو پیسو خوښ نه دي.

دغه افغانان په دولتي روغتونونو کې د خدمتونو د ټیټ کېفیت، د روغتیایي پرسونل له بد چلند، د بې کېفیته درملو، په شخصي روغتونونو کې د فیس د لوړوالي او د مسلکي روغیتایي پرسول له کموالی څخه شکایتونه کوي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې دوي د روغتیایي خدمتونو کېفیت ته ډیره پاملرنه کړي او اوس مهال د هېواد اوه اتیا سلنه نفوس روغتیایي اساسي خدمتونو ته لاس رسۍ لري.

ذکېه غیاثي نذیر،کابل
XS
SM
MD
LG