د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

فلسطین د یونسکو دایمي غړی شو


د امریکا متحده ایالات وایي، د ملګروملتونو له کلتوري ادارې یونسکو سره مالي مرستې د دې ادارې د هغه اقدام په خاطر سمدستي بندوي، چې پرون یې د فلسطین د غړیتوب په اړه رایې واخیستې اوهغه یې د یوه خپلواکه دولت په توګه په رسمیت وپیژاند.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولانډ له رایې ګیري څو ساعته وروسته دغه اعلان وکړ:

په یونسکو کې د یوه خپلواکه دولت په توګه د فلسطینیانو په رسمیت پیژندل هغو د اوږدې مودې قانوني بندیزونو ته لار پرانیزي، چې په اساس یې متحده ایالات مجبور دی چې له یونسکو سره خپلې مرستې بندې کړي.

د متحده ایالاتو د ۱۹۹۰ لسیزې د قوانیونو له مخې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې له موافقې دمخه که د ملګرملتونو هرې ادارې فلسطین د یوه خپلواکه دولت په توګه په رسمیت وپیژاند، واشنګټن باید ورسره مالي مرستې بندې کړي.

متحده ایالات هرکال یونسکو ته شاوخوا ۷۰ میلیون ډالره ورکوي چې دا د دې سازمان د ټولې بودیجې نژدې څلورمه برخه ده.

نولاند وویل، یونسکو ته به د هغو ۶۰ میلیون ډالرو چې په پام کې وه په نومبرمیاشت کې ورکړل شي، انتقال لغو شي.

پرون په پاریس کې د یونسکو په مقر کې د فلسطین د غړیتوب په اړه رایي واخیستل شوې او د ۱۰۷ مثبتو رایو د ۱۴ منفي رایو په مقابل کې فلسطین د یوه خپلواکه دولت په توګه ومنل شو، ۵۲ غړېو هم مستنکفې رایې ورکړي.

په یونسکو کې د هنګري استازې د دې سازمان د ۳۶ عمومي غونډې مشرې کاتلین بوګایا د رایې ورکولو نتیجه اعلان کړه چې د حاضرینو له خوا په خوښیو او ولولو بدرګه شوه:

ښاغلو او اغلو، عمومي اسامبلې د پریکړه لیک مسوده منظورکړه او پریکړه یې وکړه چې فلسطین د خپل یوه غړي په توګه په رسمیت وپیژني.

اسراییل، جرمني، هالند اوسویډن د هغو هېوادونو په ډله کې شامل دي، چې له متحده ایالاتو سره یوځای یې په یونسکو کې د فلسطین غړیتوب ته منفي رایې ورکړې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، دغه رایي ګیري په منځني ختیځ کې د سولې د هلوځلو لپاره یوخواشینونکې، له وخته مخکې اقدام وچې د غه بهیرته ګټه نه رسوي.

نولاند دغه راز وویل، چې دغه اقدام به په خپله د ملګروملتونو د دغې کلتوري ادارې فعالیت هم له ستونزو سره مخامخ کړي.

اسرايیل به هم له دغه سازمان سره خپلې مرستې بندې کړي،په یونسکو کې د اسرایل سفیر پرونۍ رایګیري یوه غمیزه وبلله.

د اسرایلو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل، دغه اقدام د سولی د بهیر د پرمختګ لپاره د نړېوالې ټولنې د هلوځلو د ردولو مانا لري.

فلسطیني چارواکو بیا برعکس دغه اقدام ډیر ستایلی، د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ویلي چې په یونسکو کې د فلسطین غړیتوب، زموږ د حقونو، د عدالت او ازادۍ لپاره یو بریالیتوب دی.

عباس په تیرې سپټمبر میاشت کې د ملګروملتونو په سازمان کې د فلسطین د بشپړغړیتوب غوښتنه وړاندې کړه، چې د نومبر په یولسمه به د دې سازمان امنیت شوا پرې بحث وکړي.

متحده ایالاتو ژمنه کړې، چې د فلسطین د غړیتوب پریکړه لیک به ویتو کړي او ټینګار یې کړی چې سوله یواځې د اسرایلو او فلسطینانو ترمنځ د خبرو له لارې ترلاسه کېدای شي.
XS
SM
MD
LG