د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

پروان- د تلې ٦مه


پروان د کابل په شمال کې د افغانستان یو نسبتاً ارام او د شمالي په ډنډ سمسور او ښېراز ولایت دی.
یو وخت کاپیسا او پنجشېر هم په دې ولایت پوري تړلي وو.

د افغانستان تر ټولو لویه هوايي اډه یعني بګرام هم په همدې ولایت کې ده.

چاریکار یې مرکز دی او بګرام، غوربند، کوه صافي، جیل سراج، سالنګ، سیدخېل، شیخ علي، شینوار او سرخ وپارسا یې ولسوالۍ دي.

پروان، چې نفوس یې نژدې شپږ لکه اټکل کېږي، څه کم شپږ زره کیلومتر مربع مساخت لري.

د پروان ولایت د والي مرستیال شاه ولي شاهد زموږ مېلمه وو.

له هغه څخه به په پروان کې د شویو پرمختیايي چارو، امنیتی وضعې او همداراز د خلکو او حکومت د ستونزو په اړه پوښتنې وکړو.

دغه پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG