خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د دې مرکې په اړه، چې په کې د جګړې په حال کې هم له پاکستانه د ملاتړ خبره شوې د افغان کتونکو نظرونه راخیستي.
ورځپاڼه د دغو کتونکو په حواله لیکلي، چې د جګړې په مهال له یو بل هېواد څخه ملاتړ د ولسي جرګې په تایید امکان لري او ممکن له پاکستان نه د ولسمشر کرزي ملاتړ د ده خپل شخصي نظر وي نه د افغانانو.
ورځپاڼې لیکلي، چې ښاغلي کرزي ویلي، چې افغانان یوازې د پاکستان د پردې ترشا له واکمن پلاوي نه خفه دي، خو د پاکستان د خلکو هغه مرستې نشي هیرولې، چې د افغانانو او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د جګړې په مهال کړي.
خو ورځپاڼې د کتونکو په حواله لیکلي، چې پاکستان دا مرستې هم د خپلو ګټو لپاره کړي او که ددوی مرستې بې غرضه وې، نو دوی به د شوروي له ماتې وروسته په افغانستان کې کورنیو جګړو ته لمن نه وهلې.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک له جیو ټلویزیون سره د ولسمشر کرزي مرکې ته ځانګړې کړې.
ورځپاڼه د دې مرکې په استناد لیکي، چې افغانستان په خپلو چارو او پریکړو کې خپلواکه دې او د امریکا، روس، چین او هند په ګډون له هیڅ یو هېواد څخه لارښوونه نه اخلي.
ورځپاڼې لیکلي، چې ښاغلي کرزي په دې مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لوړو ژورو لاملونو ته هم اشاره کړې او ویلي، چې افغانستان ته وسله وال له پاکستانه راځي.
د ورځپاڼې په وینا ولسمشر په دې مرکه کې یو ځلي بیا په پاکستاني مشرانو غږ وکړ، چې د شتو ستونزو د هواري لپاره باید په ګډه کار وکړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د پاکستان له جیو ټلویزیون سره په مرکه کې ولسمشر له پاکستان سره د سولې د خبرو لپاره په خپل دریځ ټینګار وکړ.
ورځپانه لیکي، چې ښاغلي کرزي یو ځلې بیا په دې ټینګار وکړ، چې د طالبانو شورا په پاکستان کې ده، د حقاني شبکه په پاکستان کې ده او هلته ورسره مالي ملاتړ کیږي، نو له دې کبله له دې ډلو سره خبرې کومه ګټه نه لري.
ورځپاڼې د ښاغلي کرزي په حواله دا هم لیکلي، چې دوي په سیمه کې له وسله والو ډلو سره د اړیکو په اړه کافي معلومات لري او همدا لامل دې، چې دوي غواړي له پاکستان سره د اصلي اړخ په توګه خبرې وکړي.
د ولسمشر کرزي دا مرکه په داسې حال کې خپره شوې، چې د کابل چاپ پاتې ورځپاڼو په وینا امریکا بیا پاکستان ته خبردارې ورکړې، چې د حقاني شبکې او نورو وسله والو پر ضد اقدام وکړي.
ویسا:
ویسا د امریکایی کانګرس د یو غړي په حواله لیکلي، که پاکستان خپل مسؤلیتونه ترسره نه کړای شول، نو خپل یو ستر متحد به له لاسه ورکړي.
اراده:
ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په حواله لیکلي، چې امریکا د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې پر ضد د عملیاتو لپاره تیارې نیسي.
ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلي خلیلزاد دا نه ده په ډاګه کړې، چې دا عملیات به امریکایي ځواکونه کوي او که د پاکستان په وسیله یي کوي.
خو د ورځپاڼې په وینا ده دا هم ویلي، چې که پاکستان داسې څه ونه کړي، نو پکار ده، چې فشارونه پرې زیات شي.