د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

جعلي افغانیو عام خلک اندیښمن کړي


که څه هم مرکزي بانک په بازارونو کې د جعلي بانک نوټونو شتون جدي ستونزه نه بولي خو عام خلک شکایت کوي چې ټول زیان یې دوي ته متوجه دی.

له نږدې یوې میاشتې راپه دې خوا له کابل سربیره په ځینو نورو ښارونو کې هم د جعلي پیسو کار او بار زیات شوی چې ان صرافان یي په اسانه نه شي پیژندای.

راځﺉ چې په دې اړه د علي رجایي او د شهزاده سرای د یوه صراف خبرې واورو:

(۱ ما دلته دولس سوه ډالر واخیستل، شپږ سوه یي جعلي وو، کله مې چې بیرته ورته راوړل راته یي وویل چې موږ ته همدغه پیسې بازار راکړي نو موږ یې هم تاسې ته درکوو.

۲ دا یوه لویه ستونزه ده، زه خپله صراف یم خو د یوې اونۍ په ترڅ کې زما د بې پامې له امله درې څلور زره جعلي پیسې راته راغلي، چې همدا اوس مې په جیب کې دي او تاسو ته مې هم در وښودلې، خلک وایي چې جعلي ډالر له ایرانه او افغانۍ له پاکستانه راځي.)

د افغانستان بانک مسولین او د کابل ښار صرافان وایي، سره له دې چې د دغو بانک نوټونو پیژندل یو څه ګران دي خو بیا هم له اصلي لوټونو سره یو څه توپير لري.

دوي وایي، اصلي نوټونه لږ ځیږوالی لري چې جعلي یې نه لري، د اصلي نوټونو مخ ډیر صاف او د لیدو وړ وي خو جعلي بیا خیره او تیاره وي او جعلي نوټونه د کاغذ په شانتې سپینوالی لري چې اصلي نوټونه بیا داسې نه دي.

د کابل ښار صرافان وایي، چې جعلي ډالراو افغانې په دې وروستیو کې زیات شوي دي.

د کابل ښار د صرافانو ټولنې مشر امین جان خوستي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغو پیسو ډیر زیان عامو خلکو ته رسیږي:

(زیاتې جعلي په ډالرو کې دي، خو په دې وروستیو کې په افغانیو کې هم پیدا شوي، خو زه فکر کوم چې صرافان کولای شي هغه تشخیص کړي ځکه چې ماشینونه لري، او ټول زیان یي عامو خلکو ته رسیږي ځکه چې ولس اګاه نه دی.)

خوستی وایي، د دوي زیاته اندیښنه د هېواد ولایتونو ته ده او له امنیتي اورګانونو غواړي چې ژر تر ژره په سرحدونو کې د دغو پیسو مخنیوی وکړي.

د افغانستان بانک مسولین هم د جعلي پیسو شتون تاییدوي او وایي چې دغه مسله یې له امنیتي اورګانونو سره شریکه کړې.

د دغه بانک ویاند ایمل عاشور په دې اړه وایي:

(کله چې مرکزي بانک په جعلي پیسو خبر شو نو ټولو هغو اورګانونو ته یې خبر ورکړ چې په وړاندې یې مسولیت لري.

په دې برخه کې د ټول هېواد د امنیې قومندانانو، والیانو،سرحدي بندرونو او کورنیو چارو وزارت ته د مکتوب له مخې خبر ورکړل شوی)

عاشور وایي، د اندیښنې ځای دا دی چې جعلي پیسې له اصلي پیسو سره ډیر نږدې والی لري.

نوموړی وایي، په هره اندازه چې د پیسو امنیتي رمز لوړ کړو، نه شو کولای چې د اقتصادي مافیا مخه ونیسو.

د کورنیو چارو وزارت بیا وایي، په دې اړه د دوي د کشفي اورګانونو اقدامات جدي شوي او څو تنه یې په همدې جرم نیولي هم دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې تر اوسه یې په دې اړوند درې ډلې هم نیولي، خو څرګنده نه ده چې دغه کسان په کوم هېواد پورې تړلي دي او که نه؟:

(دغه د اندیښنې وړ موضوع ده، زموږ کشفي اورګانونه په دې باندې کار کوي، تراوسه مو یو کس نیولی چې سافت ویرونه ورسره وو او یو بل کس مو ونیوه چې نوي زره جعلي ډالر ورسره وو، زموږ کارونه په سرحدونه کې هم ګړندي شوي.)

د افغانستان په بازارونو کې د جعلي پیسو کارول څه نوې خبره نه ده بلکه له دې وړاندې هم جعلي پیسې کارول شوي او خلکو ته یي زیات تاوانونه اړولي دي.

اسدالله لودین،کابل
XS
SM
MD
LG