د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

"په ایران کې افغان کډوال له مذهبي تعصب سره مخ دي"


د مشرانو جرګې یو شمېرغړي چې په دې وروستیو کې د ایران له سفره راګرځیدلي وايي، هلته میشت افغان کډوال د ایرن د حکومت له خوا له مذهبي تعصب سره مخ دي او په سنیانو باندې په خپلې مذهبې طریقې د عبادتونو او دیني مراسمو په ترسره کیدو محدودیتونه لګیدلي.

د مشرانو جرګې منشي راجي چې په دغه پلاوي کې یې ګډون درلود د خپل سفرد راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل، چې هلته میشتو افغان کډوالو له نورو ستونزو سربیره په دې اړه شکایتونه درلودل:

(د ایران د حکومت له خوا یې د اهل سنت والجماعت له مذهب سره سم د دیني مراسمو پر ترسره کولو باندې د محدودیتونو لګول. لکه د جمعې او جنازې لمونځونه او نور. )

نوموړي نور جزیات ورنه کړل چې د افغان کډوالو په مذهبي مراسمو څه ډول محدودیتونه لګیدلي، خو ویې ویل، افغان کډوالو ترې سر ټکاوه.

نوموړي دا هم ونه ویل چې ایا دغه محدودیتونه تازه دي او که څنګه.

خو د راپورونو له مخې خپله د ایران سني اتباع هم له ډیر پخوانه د خپل حکومت له خوا له مذهبي محدودیتونو سره مخ دي.

د مشرانو جرګې منشي همداراز وویل، چې په ایران کې میشت افغان کډوالو په زندانونو کې له افغان بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه هم اندیښمن و.

هغه وویل، دا مهال شاوخوا څلور زره او اته سوه افغانان د ایران په زندانونو کې بندیان دي چې څه کم اته سوه یې ښځي دي او د ایراني چارواکو له قوله یې وویل، اکثره یې د مخدره موادو د قاچاق، قتل او غلا په تور نیول شوي دي.

ښاغلي راجي همداراز په خپل راپور کې د افغان کډوال ددې شکایت یادونه هم وکړه چې وايي په ایران کې د اعدامیدونکو افغان کډوالو جسدونه افغانستان ته نه سپارل کیږي.

راجي وویل، د افغانستان د ملي شورا ګډ پلاوي د ایران د مقننه قوې له رئیس لاري جاني او جمهور رئیس محمود احمدي نژاد سره د افغان کډوالو ستونزې مطرح کړې او هغوی یې د ځینو په هواري کې د همکاري ژمنه وکړه خو په هواري کې د همکارۍ ژمنه وکړه خو د مذهبي محدودیتونو په برخه کې یې ونه کړه:

(ښاغلي لاري جاني او ښاغلي احمدي نژاد داسې استدلال کاوه چې د جعمې لمونځ دوه اړخه لري یو سیاسي او بل عبادي. په داسې حال کې چې موږ له کفري نړۍ سره د اختلاف په اوج کې یو، له عبادي اړخ نه یې سیاسي اړخ موږ ته مهم دی.

که په یوه هېواد او یوه ښار کې د جمعې یا اختر لمونځونه په دوو بیلو بڼو ترسره کیږي، دا په واقعیت کې د مسلمانانو په ټولنه کې د اختلاف څرګندويي کوي او له دې تریخ واقعیت څخه زموږ دښمنان نامشروع ګټه اخلي.)

ایران ته د تللي پلاوي د راپور له اوریدو وروسته د مشرانو جرګې یو شمیرغړو په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په ځانګړې توګه مذهبي هغو باندې اندیښنه وښودله او د له منځه تلو غوښتنه یې وکړه.

د راپورونو له مخې هغه ستونزې چې د مشرانو جرګې پلاوي یې یادونه کړې، تازه نه دي بلکې افغان کډوال د کلونو کلونو راهیسې ورسره لاس او ګریوان دي.

که څه هم افغان چارواکو تهران ته په تقریبا هر سفر کې هم د افغان کډوالو ستونزې له ایراني چارواکو سره مطرح کړي او هغوي یې د هواري ژمنې هم کړي، خو بیا یې هم د له منځه وړلو لپاره عملي اقدامات نه دي شوي.
XS
SM
MD
LG