د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرو د استولو مرکز پرانیستل شو


مېرمن افضلي وايي، دمګړۍ په هېواد کې ۳ میلیونه وکړي بې روزګاره ګرځي.
مېرمن افضلي وايي، دمګړۍ په هېواد کې ۳ میلیونه وکړي بې روزګاره ګرځي.
د هیواد د کار او ټولنیزو چارو وزیره وایي، چی له شوي تړون سره سم به افغان کارګران د دریو کلونو لپاره له هیواده بهر کار وکړي.

میرمن امنه افضلي د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د جاکا په نوم یو دفتر پرانستلو، چې تر ډیره بهرنیو هیوادونو ته د تلونکو افغان کارګرانو نومونه راجسټروي.

میرمن افضلي هیله څرګنده کړه، چې د دې مرکز له لارې د دوی هلې ځلې به په افغانستان کې د بې کارۍ د کچې په کمولو کې مرسته وکړي.

میرمن افضلی وویل، دوی به تر هغه پوری افغان کارګران بهرنیو هیوادونو ته و استوی، چې په افغانستان کې بنسټیزې پروژې نه وي پیل شوي.

نوموړې وایي، چې دمګړۍ په هیواد کې د کار وړ درې میلیونه وګړي بې روز ګاره دي.

″نن موږ په دې بریالي شو، چې بهر ته د افغان کارګرانو د استولو دفتر پرانیزو، څو په دې وتوانیږو، چې د ټولنې د بیکاره وګړو لپاره چې غواړي کار وکړي او بهر ته لاړ شي، د تګ زمینه برابره کړو.

دا څو ګټې لري، یو خو دا چې په ټولنه کې د بیکارۍ کچه راټیټیږي او بل دا، چې زموږ د اقتصاد لپاره هم ښه ده، ځکه په دی سره به زموږ د ټولنې اقتصاد پیاوړی شي.″

د جاکا په نوم د کار موندلو ټولنه د دریو افغاني شرکتونو له خوا د تلې میاشتې په پنځمه نیټه جوړه شوي، دغه ټولنه بهر ته د افغان کسب ګرو د استولو په مقابل کې له مخکې پیسې نه اخلي.

د دې ټولنې مسولین وایي، هغه افغانان، چې د دې ټولنې له خوا استول کیږي، له کار وروسته به د خپل تنخوا کمه فیصدي د خپل لګښت په نوم ورکوي.

د جاکا د ټولنې مشر محمد عمر خبریالانو ته وویل، چې دوی په پام کې لري، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مالیزیا، قطر، ایران او قزاقستان ته افغان کسب ګر واستوي.

نوموړی وایي، چې د دې کسب ګرو په ډله، کی به هغه کسان، چې بیلا بیلو برخو کې تخصص ولري، لکه طب، انجینري، ترکاڼي، خټګرۍ، فلز کار او نورو برخو کې واستوي.

نوموړی وایي، دوی په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې له یو لکو زیات افغانان قطر او ایران ته واستوي.

″هغه سروې، چې موږ وکړه نږدې درې زره کاګرو ته قطر اړتیا لري او له ایران سر هم د یو لک کارګرو شفاهي تړون شوی دی.

دا په بیلا بیلو برخو کې دی، البته هغه کسان چې په خپل کسب کې تخصص ولري.
د نوم لیکنې لړۍ یې له نن څخه پیل شوې او کیدای شي، چې دوه یا درې میاشتې دوام وکړي.″

په افغانستان کې داسی مهال بهر ته دافغان کارګرانو د لیږلو لړۍ پیل کیږي، چې ویل کیږي، بیکاري د نا امنی یو اصلی لامل شوی او د دې ترڅنګ، په هېواد کې د کار د نشتوالی له امله ډیر ځله ځوانان بهرنیو هیوادونو ته په ناقانونه توګه د تګ تکل کوي.

د رپوټوڼو له مخې ډیر شمیر افغان ځوانان بهرنیو هیوادونو ته د ناقانونه تګ په مهال په لارو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کیږي، چې یوشمېر یې د تګ پر مهال اوبو کې لاهو شوي هم دي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG