د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۹

افغانستان او هند د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ


هند ته د روان کال په لړ کې دا د افغان ولسمشر دوهم سفر دی او په داسې وخت کې تر سره شوی.
هند ته د روان کال په لړ کې دا د افغان ولسمشر دوهم سفر دی او په داسې وخت کې تر سره شوی.
افغان ولسمشر نن هم له هندي مقاماتو سره خبرو ته دوام ورکړي.

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اړیکې ترینګلې شوي دي، افغان ولسمشر پرون په نوی ډهلي کې له لوړ رتبه هندي مقاماتو سره وکتل.

افغان ولسمشر حامد کرزي او د هند صدراعظم من موهن سنګ پرون په نوې ډهلي کې د کتنې پر مهال د ستراتیژیک همکاریو تړون لاسلیک کړ. دا سند به د افغانستان او هند تر منځ اقتصادي او امنیتي همکاري پیاوړې کړي.

دواړو مشرانو وروسته له دې چې دا سند یې لاسلیک کړ په یوې خبرې غونډې کې خبرې وکړي. د هند صدراعظم من موهن سنګ وویل، افغانستان کولی شي، پر هند دیوه بااعتباره شریک په توګه باور وکړي.

″هند د افغانستان له خلکو سره د بیارغونې د ظرفیتونو د لوړولو پراختیا او سولې په لاره کې ملګرتوب کوي. موږ به د هرې وسیلې څخه چې امکان یې راسره دی د افغانستان خلکو سره د مرستې لپاره کار واخلو.″

هند ته د روان کال په لړ کې دا د افغان ولسمشر دوهم سفر دی او په داسې وخت کې تر سره شوی، چې کابل، پاکستان چې د هند ډیر پخوانی سیال دی له سخت دریځو څخه په ملاتړ تورن کړی دی.

د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې په دې وروستیو کې تر هغه وروسته ترینګلې شوې، چې افغانستان او امریکا د پاکستان استخبارات د سولې د عالی شورا د مشر استاد برهان الدین رباني په وژنه کې پر لاس لرلو تورن کړل.

بله خوا د افغانستان د استخباراتو ادارې پرون وویل، پاکستان د استاد رباني د وژنې په اړه په تحقیقاتو کې له برخې اخیستنې په رسمې توګه په شا تللی خو په کابل کې د پاکستان سفیر څېړونکو ته په یوه لیږل شوي لیک کې په دې اړه د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG