لومړی د ازادۍ راديو ټولو کار کوونکو ته سلامونه نيکې هېلې او احترامات تقديموم وروسته له سلامه د ننګرهار پوهنتون د تعليم او تربي د پوهنځي محصلين د برق د نه شتون له امله د ډير جدي مشکل سره مخ دي ځکه د ورځې له خوا ګرمي او د شپې له خوا مياشې او تېاره د دې باعث کيږې چې د درس ويلو مانع وګرځي نو زمونږ د اړوندو چارواکو څخه داهېله ده چې دغې ستونزې ته د پاي تکي کيږدي.