د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۷

نورالله،ننګرهار


پاکستان بل ډول سياست پيل کړی دی، چې افغانانو له عزت سره لوبې کوي.

که چېرې د پاکستان استخبارتې شبكه ای اس اې له حقاني تروريستې ډلې سره مرسته نه کوي، نو ولې ېي د امريكې له کړو خبرو او شرطونو نه چې د حقاني د تروريستي ډلې سره اړيکې پرې کړي، مخا لفت ښکاره کړ؟

حقيقت خو دا دئ، چې د ای اس اې تروريستې اداره په خپل وطن کې دغه ډول ډلې ټپلې جوړوي او بيا په هند کې د هندوا نو پر ضد او په افغانستان کې
د ډيورنډ د کرښې د دواړو غاړو د پښتنو د کلتور او دودونو د ځپللو لپاره ترې کار اخلي.

ناټو اوس په دې پوه شوې ده چي پاکستان څنګه لوبه ور سره کوي، نو بايد نور ناوخته نه کړي. لطفاً دغه پيغام د ناټو د چارواکو سره شريک کړئ.
XS
SM
MD
LG