د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

"د رسنیو ترمنځ ناسالمې سیالۍ د ځینو اندېښنو لامل شوي"


په افغانستان کې له رسنیو څخه د ملاتړ ځېنې ټولنې خبردارې ورکوي، چې که د ازادو رسنیو ترمنځ د ناسالمو سیالیو مخه و نه نېولې شي، نو کېدای شي چې د کوچنیو رسنیو په فعالیت ناوړه اغیزه وکړي.

په افغانستان کې د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو ټولنه واېي، په دې وروستیو کې د رسنیو ترمنځ د ناسالمې سیالۍ کچه لوړه شوې ده.

د دې ټولنې مسؤل ضیا بومیا په دې اړه د خپلې اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کې له مسوولو ادارو وغوښتل، چې په هېواد کې د ازادو رسنیو ترمنځ د ناسالمو سیالیو مخه ونیسي:

(له دولت او نورو اړوندو ادارو نه زموږ غوښتنه دا ده، چې د رسنیو تر منځ د ناسالمو سیالیو مخه ونیسي.

که نه یو غت ناورین به منځ ته راشي، په دې وروستیو کې موږ ته ځېنې کتبی شکایتونه هم رسېدلې دي چې هغه ډېر د اندېښنې وړ دی.

هیڅ څوک حق نه لري د د بل چا ازادي سلب کړي او هیڅ څوک حق نه لري چې د بل چا د فعالیت مخه ونیسي.)

د ښاغلی بومیا په وینا د ناسالمو سیالیو له کبله ځېنې رسنۍ د نورور رسنیو کارکوونکو ته د لوړو امتیازاتو په منلو سره دوي خپلو ادارو ته جذبوي.

دده په وینا داسې هم لیدلې شوي، چې ځینې رسنۍ د نورو سیالو رسنیو کې ځان ته جاسوسان ګماري ترڅو د هغوي پټ رازونه لاس ته راوړي .

ضیا بومیا دا خبره په داسې حال کې کوي، چې د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یک تلویزیون یو فلم اخیستونکی ادعا وکړه، چې د عبدالحق د څلور لارې له وسله والې نښتې څخه د فلم اخیستلو په وخت د طلوع تلویزیون د ساتونکو له خواه وډبول شو.

په داسې حال کې چې د سفما مسوول وویل، د طلوع او یک تلویزیونونو ترمنځ د ناسالمو سیالیو له کبله د یک تلویزیون کتبې شکایت لېږلی، خو د یک تلویزیون د دغو دوو خصوصي چینلونو تر منځ د ناسالمې سیالۍ موجودیت ردوي.

زموږ له ډېرو هڅو سره سره بیا هم د طلوع تلویزیون مسوولین خبرو ته حاضره نه شول.

د بلې خواه د اریانا تلویزیون مسوول نبیل مسکینار ادعا کوي، چې د امروز تلویزیون د مسوول نجیب الله کابلي له خواه اړ ایستل شوی، چې په یوه مرکه کې له ځینو جهادي څېرو بخښنه وغواړي،خو نجیب الله کابلي د اریانا تلویزون د مسوول دغه ادعا رد کړې.

په افغانستان کې ازادې رسنۍ د دولت په لوړ پوړو چارواکو او جهادي مشرانو پورې تړلې دي او ځینې نور بیا د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ فعالیت کوي.

د ځېنو کارپوهانو په وینا په افغانستان کې د ازادو رسنیو ترمنځ د ناسالمو سیالېو د کچې د لوړوالې لامل هم دغه د رسنیو قومي، سیاسي او تنظیمي تړاونه دي.

فرخنده احمدي،کابل
XS
SM
MD
LG