درنو ځوانانو دا اوونۍ مو خپرونه دغو مطالبو ته ځانګړې كړې ده.
وابه ورئ چې ولې په دې وروستيو كې پڼې يا موچڼې د افغان ځوانانو په منځ كې ډيرې موډ شوي دي، ايا تاسې هم پڼې په پښو كوئ او كنه؟
ورپسې د يوه داسې ځوان د ژوند، او كار وبار په اړه غږيږو چې د خپل لاس په زحمت سره يې خلكو او ځان ته ګټه رسولې ده.
دغه ټول مطالب تاسې د تاندې څانګې په خپرونه كې له ازادۍ راډيو اورئ.
پڼې:
پڼې يا پايزار د بوټونو او څپليو هغه ډول ده، چې نن سبا يې ګڼ شمېر افغان ځوانان د ښايست لپاره په پښو كوي، څيړونكي وايې په پخوانيو وختونو كې چې بوټونه او څپلۍ هيڅ نه وه او يا هم ډير كم وه نو خلكو به د څرمنې پڼې په پښو كولې، په كتابونو كې راغلي دي چې د اسلام پيغمبر به معمولا څپليو ته ورته پڼې يا په بله اصطلاح (موچڼې) په پښو كولې.
په هغه زمانه كې پڼې د څارويو له پوستكې جوړيدلې او يوازې ناويانو ته په واده كې د خپل پلار له خوا يوه جوړه د ګلابتونو پڼې وركول كيدلې او ناوې به پڼې له ځانه سره د نيک شګون په ډول تر ډيره وخته پورې ساتلې، خو د وختونو په تيريدو سره د پڼو بڼې او ډول بدلون وموندې او له چرم، ګلابتونو او د ښكلو رنګونو لرونكو تارونو څخه جوړې شولې او دا دى په دې وروستيو كې يي افغان ځوانان يو ځل بيا په خورا ميني سره په پښو كوي.
د كابل ښار اوسيدونكى زريالى هغه ځوان دى، چې په ځينو ځانګړو محفلونو كې د فيشن په ډول پڼې په پښو كوي.
كه زريالى پڼې د موډ په ډول په پښو كوي، خو داسې ځوانان هم شته چې موچڼې د افغاني فرنګ او تيرو وختونو دود ګڼي.
د كندهار ولايت اوسيدونكى ګل احمد هغه ځوان دى چې وايې، د موچڼو په پښو كول كه له يوې خوا د تګ پر مهال هوسايې لري نو له بلې خوا يې ثواب هم ډير دى.
دا يوازې هلكان نه دي، چې پڼې د بېلابېلو هدفونو لپاره په پښو كوي بلكي انجونې هم پڼې د موډ او فيشن په ډول له ځانګړو جامو سره په پښو كوي.
موډ او فیشن:
اوس به د موډ او فيشن له نړۍ څخه د كاروبار نړۍ ته سر ورښكاره كړو.
د رپوټونو له مخې په افغانستان كې بې روزګاري د ځوانانو په وړاندې سرخوږى او ستونزې راولاړي كړي دي، وزګارو كسانو ته د كار موندنې د یوې نوې ادارې د خبر له مخې، د افغانستان څلويښت فيصده وګړي بې كاره دي او نه شي كولاى چې د خپلې كورنۍ ورځنۍ اړتياوې برابرې كړي.
په خبر كې راغلې دي، چې لسګونه زره افغان ځوانان دا مهال په هېواد كې د كار د نشتوالي له امله په مزدوريو پسې بهرنيو او په ځانګړي ډول عربي هېوادونو ته ځې او له دې زيات په خپلو سيمو كې وزګار ګرځي.
په كابل ښار كې مې دوه هغه ځوانان پوښتلي چې كرۍ ورځ ددغه ښار د سړكونو پر څنډو او څلور لارو د كار پيدا كولو ته د انتظار شيبې شمېري.
خو د كار پيدا كول هم خواري غواړي، كه څوک په ژوند كې يو ځل زحمت وباسي خواري وكړي د يوه ښه كسب په زده كړه كې خولې توي كړي او خپل لاسونه تڼاكې كړي نو خامخا به د خپلو زحمتونو مثبته نتجه ترلاسه كړي.
د خوست ولايت له يوه اوسيدونكي ثمرګل سره په داسې وخت كې مخ شوم، چې د كابل ښار د دارلامان په سيمه كې يې د يوه كور رنګمالي كوله، ثمرګل ځان د رنګمالانو مشر را وپيژنده، نوموړی وايې لا ۱۱ كلن و چې د دغه كسب په زده كړه يې پيل وكړ.
ثمرګل چې په تير ژوند كې يې ډيري ناخوالي او سخت غربت ليدلى دى وايې، دا مهال يې ژوند ښه روان دى او له خپل كسب او ژوند څخه ډير خوښ دى.
نوموړي وايې، هغه پيسې چې د رنګمالي په كسب كې يې ترلاسه كوي له خپلې كورنۍ سره يې په خوشحالي مصرفوي.
كه څه هم چې ثمرګل د زده كړو له نعمت څخه بې برخې پاتى شوي دي، خو بيا هم له افغان ځوانانو څخه غوښتنه كوي چې هر ځوان بايد په لومړي سر كې زده كړي وكړي او بيا يو ښه كسب ترلاسه كړي.
د ثمرګل په خبره چې افغان ځوانان يوه نه بل كې څو كسبونو ته لاس اچوي چې بيا نشي كولاى يو ښه او كاميابه كسب خپل كړي.
درنو ځوانانو د دې اونۍ خپرونه همدومره وه، خو كه د خپرونې په اړه خپل نظر شريكول غواړئ نو موږ ته پر دې پته ليک راوليږئ.
په كابل كې زموږ د پوسټ بكس شمېره ده ۱۴۷۱ كابل افغانستان او كه انټر نيټ ته لاس رسى لرئ نو كولاى شئ چې د تاندې څانګې خپرونه د ازادۍ راډيو پر پښتو ويپاڼه واورئ او ولولئ.
تر يوې بلې اونۍ ښې چاري.
د تاندې څانګې خپرونه هره اونۍ نظيفه رومان چمتو كوي او تاسې دغه خپرونه د شنبې او يکشنبې په ورځو كې له ازادۍ راډيو څخه اورئ.
د ځوانانو لپاره دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ