د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

"د وحشي ژوو د ښکار مخنیوی ضروري دی"


د « ډبلیو، سي، اس» یا د وحشي حېواناتو د ساتنې د موسسې مسئولین وایي، په دې هېواد کې یي د وحشي حیواناتو ساتنې او ژغورلو ته هڅې تیزي کړي دي.

د دې موسسی مشر ډیویډ لاسن د بامیانو په ولایت کې له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل چې د هېواد د وحشي حیواناتو د ژغورلو لپاره یي له څو کالو راهیسي د بامیانو او بدخشان په ولایتونو کې یو لړ پروګرامونه پیل کړي دي:

«په افغانستان دیرش کلنو جنګونو، د وحشي حیواناتو ژوند هم زیانمن کړی دی، خو په داسې ځای لکه د بندامیر په سیمه کې د وحشي حیواناتو د ژوند وضیعیت ښه شوی دی.

هیله ده، په دې برخه کې نور پرمختګ هم وشی، تر څو د سیمي خلک او توریستان وکړای شي، دا حیوانات وویني.»

لاسن وویل، غواړي چې د دې هېواد داسې وحشي مرغان او حیوانات خلکو ته وښيي چې تر اوسه یي په هکله ډیر خلک، معلومات نه لري.

ده وویل ، د دې چارې لپاره یي له کابو یونیم کال راهیسي، د بامیانو او بدخشان په ولایتونو کې هڅې پیل کړي دي.

ده دا هم وویل، د بامیانو ولایت د بندامیر د غره پر څوکو یي داسې کمري ودرولې چې توریستان وکړای شي ډول ډول وحشي مرغان او حیوانات په کې وویني،یاده موسسه د امریکا د متحدو ایالاتو د نړېوالې پراختیایي ادارې له خوا تمویلیږي.

موسسه د وحشي حیواناتو او مرغانو د ښکار په نه کولو ټینګار کوي، د موسسې مسئولینو وویل، په دی هېواد کې دیرش کلنو جنګونو او حیواناتو ته نامناسب چاپیریال، د دې سبب شوی چې ډیر پخواني وحشي حیوانات او مرغان یا له منځه لاړ شي او یا نورو هېوادونو ته مخه کړي.

سره له دې چې د هېواد د وحشي مرغانو او حیواناتو د ژغورلو لپاره د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې هم یو لړ عملي پروژې پیل کړي او د دې ترڅنګ د هېواد جمهورريیس حامد کرزي، د یوه فرمان په ترڅ کې په هېواد کې د وحشي مرغانو او حیواناتو ښکار غیرقانوني ګڼلی دی، خو بیا هم لیدل کیږي چې په جدي توګه یي د ښکار مخه نه ده نیول شوی.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG