د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۵

نقيب الله مايار - وردګ


تاسې سره دا خبر شريكول غواړم، د دې سيمې خلک د ځمکو د خړوبولو لپاره له کاريزونو څخه کار اخلي، چې د دې کاريزونو اوبه اوس کاملاً وچې شوې دې . لامل یې هغه ژورې څاګانې دي، کومې چې د دې کاريزونو سره نژدې د امريکايانو په يوه قرارګاه کې وهل شوي دي.

د دې ستونزې د هل کولو لپاره دولت بايد زموږ کاريزونو ته پراختيا ورکړي او د دې کاريزونو سره نژدې بايد د اوبو بندونه وتړل شي، کنه نو زموږ ځمکې او باغونه به وچ شي.

د ازادۍ راډيو له کارکونکو څخه په درنښت هيله کوو، چې زموږ غږ د دولتي چارواکو تر غوږونو پورې ورسوي.
XS
SM
MD
LG