د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

دا ځل زابل


د ولايت په ولايت په دې پروګرام کې مو د زابل والي ښاغلی محمد اشرف ناصري مېلمه دی. دوی به ستاسو اورېدونکو په تېره بیا د زابل اوسېدونکو د ستونزو، غوښتنو ، وړاندیزونو او نظرونو په باب نظر څرګند کړي .

زابل د غزني، پکتیکا، کندهار او اورزګان ولایتونو ترمنځ پروت دی او له پاکستان سره هم پوله لري، مرکز یې کلات دی.

ارغنداب، اټغر، دای چوپان، کاکړ، مېزانه، نوبهار،شاه جوۍ، شملزۍ، شینکۍ یې ولسوالۍ دي.

د افغانستان د احصاییې د مرکزي ادارې د ارقامو په اساس د زابل نفوس څه باندې دوه لکه اویا زره اټکل شوی خو د زابل د چارواکو په وینا د دغه ولایت نفوس تر اوو لکو اوړي.

له همدې خاطره د زابل اوسېدونکي شکایت لري چې د دوی ولایت ته کمه بودجه په پام کې نیول کېږي.
خو په دې کې شک نشته چې زابل د افغانستان یو وروسته پاتې او خوار ولایت دی.ښايي

دا پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG