د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د معتادینو ډیریدل د افغانستان یوه بله بدبختی ده


یو وخت به د کابل ښار ته څیرمه د پل سوخته په سیمه کې په دریاب کې اوبه بهیدې خو ډیر وخت دې چې د اوبو پر ځای یې لمن له ناولو کثافاتو ډکه ده او د اوبو د جریان مخه یې نیولی ده .

اوس په دې سیمه کې په هیرویینو د اخته کسان زیړ مخونه ویني، چې ګڼه ګونه یې جوړه کړې وې .

ځینې یې داسې د پله پر استنادي دیوالونو نښتې وي لکه پتنګ چې په یوه ځای وز غوړولی وي او دوي د مخدرو موادو د تور لوګې په منځ کې پټ وي .

کله چې د بهرنیو پانګونو لړۍ پیل شوه نو په دې سیمه کې د لسګونو کسانو راتګ شروع شو، دلته هره ورځ دوه تر درې سوه کسان راځي .

ډیر یې روغتیایې کارکونکي دي، چې هڅه کوي معتادین تداوی ته تشویق کړي څو روغتیايي مرکزونو ته ورشي .

د معتادینو ډیریدل د افغانستان یوه بله بدبختی ده، چې ورسره د ایچ اوي ایدس او نورو ناروغیو خطر د ګډو یا مشترکو سرنجونو یا پیچکاریو له لارې شته .

د ملګرو ملتونو د مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، تیر میلادي کال د دوي ارقامو وښودل چې په افغانستان کې نهه لکه معتاد کسان اوسي .

که دا رقم د وړم کال سره پرتله شي نو ډیر زیاتوالی په کې راغلی او په دې معني ده چې د افغانستان له څوارلس میلیونو بالغو کسانو څخه په سلو کې اوه تنه یې په بېلابېلو مخدرو مواو اخته دي .

په افغانستان کې ډیر معتادین اپیم استعمالوي او دوي یې په خپل هېواد کې په ډیره خالصه بڼه او ډیر ارزان پیدا کولای شي، افغانستان په نړۍ کې د مخدرو موادو لوي تولیدونکې هېواد دی .

د افغان حکومت د وروستیو راپورونو له مخې هغه کسان چې د پولیسو په لیکو کې جذب شوي دولس تر یو څلویشت فیصدو پورې یې هغه کسان دی چې د مخدرو موادو په اړه تر سره شوي تست په کې مثبت دي، یعنی دا خبره تاییدوي چې دوي په بېلابېلو مخدرو موادو اخته دي.

بل ورته راپور د افغانستان د روغتیا د وزارت او د امریکا د جان هوپګن د پوهنتون له خوا خپور شو، چې په کې راغلی دوې په مخدرو موادو اخته کسانو کې د ایچ ای وي ایدس پیښې موندلې دي او وايي چې په سلو کې اوه په مخدرو مواو روږدی کسان په ایچ ای وی ایدز اخته دي . که چیرته یې له درې مخکنیو کلونو سره پرتله کړو نو تقربیا دا رقم دوه برابره لوړ شوی دی .

په نورو هېوادونو کې ایچ ای وی ایدس ډیر د غیر مصونه جنسی تماس له لارې سرایت کوي، خو په افغانستان کې ډیر ځله د مشترکو سرنجونو یا پیچکاریو له لاري له یوه کس څخه بل ته سرایت کوي .

د پل سوخته د پله شاو خوا معتادین هم له دې مصیته خلاص نه بریښې، تیر کال پر دوي د چارواکو له خوا ډیر فشار راوستل شو، چې دا سمیه پریږدي خو سره له دې هم معتادو کسانو په شاو خوا سیمو کې اړولی او ډیر شمېر یې د پله شاو خواته راټولیږي .

کله چې سهار دوخته د پله لاندی وګوری نو بې شماره استعمال شوي سرنجونه یا پیچکاري پرتې وي، د میدیسن دی موند یا د نړۍ د ډاکترانو په نوم د یوې فرانسوي خیره موسسې کارکونکې چې ډاکتران، نرسانو او نور ټولنیز کارکونکې ورسره وي لیدل کیږی چې دلته راځې او لوي پلاستکې کڅوړې ورسره وي .

دوي هره ورځ یوسلو شپیته تر اویا پورې استعمال شوي سرنجونه راټولوي، دوې سره نوي سرنجونو او په الکولو ککړ مالوچ وي .

معتادین خپله ځانته مواد پیچکاري کوي چې معلومداره خبره ده د پاک ساتلو شرایط نه مراعاتوي او د ستنو په ځاې کې له زو ډک ټپونه یې په بدن جوړ شوي وي .

روغتیايي کارکونکې له دې پاکو موادو سره هڅه کوي د دوي زخمونه پاک کړي او دوې ته پاکې ستنې ورکوي، دوې هڅه کوي چې معتاد کسان د موادو پریښودو او تداوي ته هم وهڅوي .

خبره دا ده چې ډیر معتاد کسان تداوي نه شي تحمل کولای، بله خوا د دوې کورنۍ هم ورسره سم چلند نه کوي او نه یې مني .

یو تن چې له څلور کالو راهیسی په هیروینو اخته دی وايي زه تیره شپه له میوې او پیسو سره کورته ولاړم خو له کوره یې وشړلم راته ویل یې ته معتاد یې ته سپی یې .

که څه هم په افغانستان کې د معتادینو سره د مرستو خبرې کیږي خو راپوونو وايي لا هم په کافی اندازه روغتیايي مرکزونه نشته چې وکولی شی خلکو سره هغسی چې لازمه ده مرسته وشي .

دا یواځې د پل سوخته سیمه نه ده د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ډیر ځوانان د مخدرو موادو له بلا سره مخامخ دي . د معتادینو په تداوي کې یواځې معتاد نه بلکه د هغه کورنۍ او ټولنه هم رول لري چې دوې ته روغتیايي تعلیمات ، د وخت ، دقت او د سمو پالیسو د رامنځ ته کولو غوښتنه کوي .
XS
SM
MD
LG